د احصایې او معلوماتو اداره وايي، پرو سږکال یې په بادغیس کې په ټولیز ډول ۸۷زره او ۶۵۳ تنو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۲۳زره یې برېښنايي او ۵۴زره او ۱۳۴ نورې یې کاغذي پېژپاڼې دي.
له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، بادغیس کې هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ کسان د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د تر لاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.:«د مرکز په گډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او پرو سږ کال د يادو دفترونو له لارې توانېدلي دي چې ۳ زره او ۷۱۲ کسانو ته په کاغذي تذکرو کې د اصلاحاتو او ۵ زره او ۵۵۰ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (۴زره او ۶۳۶ زېږون کارتونه، ۶۱۷ د مړینې پارچې او ۲۹۷ د واده ثبت) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.»
د خبرپاڼې له مخې، په بادغیس کې د برېښنايي پېژندپاڼو دوې وېش څانگې فعالې دي چې نارینه او ښځینه غوښتوونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.
په لومړۍ څانگه کې د نویو برېښنايي پېژندپاڼو له وېش سربېره، تر وېش وروسته خدمتونه (د زېږونونو ثبت او مثنی تذکرې وېش) هم وړاندې کېږي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې برېښنايي پېژندپاڼې تر لاسه کړي.
که څه هم د برېښنايي پېژندپاڼو له درکه د حکومت عواید کې ډېروالی راغلی دی، خو غوښتونکي یې وايي چې لا هم په میاشتو ـ میاشتو انتظار کوي څو خپله برېښنايي پېژندپاڼه واخلي.