هندوکش ته یوې امنیتي سرچینې ویلي، چې په دغه ولایت کې یو تن شر اچووونکی وژل شوی او دوه تنه ژوندي نیول شوي دي.
دغه شر اچوونکی هغه مهال ووژل شو، چې د تلاشۍ پر مهال یې په یو تن امنیتي سرتیری باندې، چې نورو سره په تلاشۍ مصروف و، د چړې ګزار وکړ او په ورته مهال بل امنیتي سرباز په دغه شر اچوونکي ډزې وکړې او ووژل شو.
دغه پېښه تېره ماښام د مزار ښار اړوند دویمه امنیتي حوزې محب څلور لارې سره رامنځه ته شوې او د پېښه په تړاو دوه تنه نور شر اچوونکی هم ژوندي نیول شوي دي.