Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»بلوچستان کې روان تاوتریخوالی؛ کورني عوامل او سیمه‌ ییز انعکاس
    تبصرې

    بلوچستان کې روان تاوتریخوالی؛ کورني عوامل او سیمه‌ ییز انعکاس

    صابر افغانصابر افغان2 فبروري 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په بلوچستان کې وروستيو بریدونو او عملیاتو یو ځل بیا د پاکستان د داخلي ثبات او ناکامو پالیسیو پر څرنګوالي بحثونه تازه کړي دي. دا تاوتریخوالی، چې وخت ناوخت د سختو وسلوالو نښتو او پوځي عملیاتو بڼه خپلوي، تر ډېره د اوږدمهالو غلطیو سیاسي پالیسیو، خاصو قومونو سره د ظلمونو او نابرابریو طبیعي نتیجه بلل کېدای شي.

    د شنونکو په باور، د بلوچستان کړکېچ د سیمې د ولسونو، د سیاسي ګډون محدودیت، د اقتصادي فرصتونو نابرابر وېش او د ناسمو امنیتي تګلارو پر غالب رول ولاړ دی. دغه عواملو د پاکستاني رژیم او ولس ترمنځ د اعتماد فضا زیانمنه کړې او د دواړو ترمنځ یې واټن زیات کړی دی، هغه حالت چې په اوږد مهال کې یې د ثبات پر وړاندې جدي ننګونه رامنځته کړې.

    که څه هم د پاکستاني چینلونو په رسمي څرګندونو کې وخت ناوخت، د دوی په کور دننه کړکېچونو کې د بهرنيو لاسوهنو شتون مطرح کوي او د افغانستان په شمول نورو لوریو ته لاس نیسي، خو دا لاس نیونې کوم اساس نه لري. پاکستان تر اوسه داسې مستند شواهد نه دي وړاندې کړي چې دا تاوتریخوالی له ګاونډیو هېوادونو سره په مستقیم ډول وتړي. د پاکستان د امنیتي کړکېچ ارزونې ښيي چې د شخړې ډېری ابعاد په خپله د پاکستان په دننه کې ریښه لري.

    د څارونکو په آند، د بلوچستان د وضعیت دوامداره حل د امنیتي پالیسیو د اصلاح تر څنګ، سیاسي اصلاحاتو، پراخ ټولشموله مشارکت او د سیمه‌ ییزو اندېښنو په جدي ارزونې او هغوی ته رسیدنې کې نغښتی دی. پرته له دې به روان کړکېچونه نه یوازې پاکستان د کړنګ غاړې ته نږدې کړي، بلکې د ټولې سیمې پر امنیتي چاپېریال به ژورې اغېزې وغوړوي.

    مخکینۍ مقالهملا هدایت الله بدري د هرات سمنټو پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی
    راتلونکي مقاله اوکراین کې د کان‌کېندونکو پر بس د روسیې ډرون برید ۱۵ تنه وژلي

    مربوطه لیکنې

    د اسلام‌اباد یو اړخیزه ډیپلوماسي؛ پاکستان د امریکا د ګټو لپاره د منځګړي نقاب اغوستی و​په اسلام اباد کې د پاکستان په منځګړیتوب د ایران او امریکا ترمنځ د ۲۱ ساعتونو ناکامه مذاکرات د دې پر ځای چې د سیمې د ثبات لامل شي، دا شکونه راوپارول چې پاکستان د یو بې پرې منځګړي په توګه نه، بلکې د واشنګټن د یو پټ پیغام رسوونکي په توګه عمل کاوه.

    12 اپریل 2026

    د خواجه آصف د ټویټ حذف؛ بهرنی فشار او د پوځي رژیم دروني اختلافات

    11 اپریل 2026

    پاکستان؛ د بې‌ باورۍ په حصار کې د بې‌ واکه کوربه توب نندارچي

    10 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 17 اپریل 2026

    ‏د پرديو پر اشارو ولاړ سياست؛ مخالفين د ناسم انتخاب په لوري

    د افغانستان په اوسني حساس پړاو کې، د افغان حکومت د هغو مخالفو کړیو او…

    د ملا معتصم اغا جان د نيول کیدو اوازې بې بنسټه دي

    16 اپریل 2026

    له غزې سره د افغان حکومت د مرستې په تړاو د عربانو تبصرې

    16 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ‏د پرديو پر اشارو ولاړ سياست؛ مخالفين د ناسم انتخاب په لوري

    17 اپریل 2026

    د ملا معتصم اغا جان د نيول کیدو اوازې بې بنسټه دي

    16 اپریل 2026

    له غزې سره د افغان حکومت د مرستې په تړاو د عربانو تبصرې

    16 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،143 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،091 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،178 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.