د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د خپل ماموریت له پای ته رسېدو مخکې، په وروستي ځل د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې ته په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ايستلو د پرېکړې په اړه توضیحات ورکړل.
د هغه د خبرو له پیل سره سم د کمېټې ځینو غړو لخوا پرې لفظي بریدونه وشول، د استازو جرګې ځیني غړي د کابل په هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو د وتلو په وروستیو ورځو کې په یوه برید کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو د وژل کېدو له امله په غوسه شوي.
بلېنکن د جګړې د پای ته رسولو پرېکړه سمه وبلله او ویې ویل هغه وړاندوینه ناسمه وخته چې ویل یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به دغه هېواد بیا د ترهګرو په مرکز بدل شي.
نوموړي ویلي، چې له افغانستانه د وتلو په اړه د ولسمشر جو بایډن پرېکړه سمه وه.