د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی چې، د دې شرکت عملیاتي رئیس او اړوندو څانګو مسئولینو د بنګله‌دېش هېواد برېښنا عصري سیستمونو «CSL» ټیکنالوجۍ کمپنۍ سره آنلاین غونډه کې د نېټ مېټرېنګ او پېرودونکو ته پر لیکه خدمتونو وړاندې کولو سیستم په اړه خبرې کړي.

دې غونډه کې د یادې کمپنۍ له لورې، د دوی عصري سیستم پر مټ وړاندې کېدونکي خدمتونو په اړه معلومات وړاندې شوي او دې برخه کې یې افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

د یادونې وړ ده چې، د افغانستان برېښنا شرکت له دې وړاندې هم د بېلابېلو هېوادونو اړوند عصري مېټرینګ سیستم، پېرودونکو ته د خدمتونو وړاندې کولو او بیلینګ عصري سیستمونو رامنځته کولو په اړه له بهرنيو پانګوالو(کمپنیو مسئولینو) سره خبرې کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version