د بلوڅو بېلتون‌پالې ډلې (بي‌اېل‌اېف) خبر ورکړی، چې وسله‌والو یې د بلوچستان په کولواه او ګورګوپ سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو دوه جلا بریدونه کړي دي.

یادې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغو بریدونو کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي، یو شمېر نور ټپیان او مالي زیان هم ور اوښتی دی.

پاکستاني چارواکو تر اوسه د دغو بریدونو په اړه څه نه‌دي ویلي.

د یادونې ده، چې یاده ډله له کلونو راهیسې بلوچستان کې د پاکستاني حکومت پر وړاندې وسله‌واله مبارزه کوي او وایي چې روانه جګړه یې د بلوچستان د خپلواکۍ لپاره ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version