Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»بین الأفغاني ډيالوګ د مخالفو جبهو ترمنځ جنجالي مسئله
    لیکني

    بین الأفغاني ډيالوګ د مخالفو جبهو ترمنځ جنجالي مسئله

    صابر افغانصابر افغان23 مارچ 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    که څه هم د سرپرست حکومت بهر مېشتې مخالفې ډلې او جبهې نه کوم ملي اعتبار لري او نه هم نړۍوال ملاتړ، خو بيا هم وخت ناوخت په ځينو بهرنيو هېوادونو کې سره راټولېږي او واک ته د بیا رسېدو خوبونه او بګتۍ يو او بل ته ور اوروي.

    په تېرو دریو کلونو کې چې د پرځېدلي جمهوريت د ازمايل شویو او فراري څهرو له خوا د ځينو حلقاتو په ملاتړ کوم مخالف خوځښتونه ايجاد شوي، د ملي اهدافو او ارزښتونو تر عنوانونو لاندې يې که هر څومره ناستې کړې دي، تر اوسه نه دي توانېدلي چې يو متحد ائتلاف او موقف رامنځ ته کړي، بلکې له عملي تعهد پرته يې دریځونه تنها پر شعارونو ولاړ دي.

    جالبه دا ده، چې په شعارونو کې هم يوه ډله له بلې سره توافق نه لري، يوه يې په دې نظر ده، چې له سرپرست حکومت سره بايد جګړه وشي او د هر هغه حرکت تائید او ملاتړ وشي چې له سرپرست حکومت سره جګړې ته رامخکې کېږي، بله ډله بیا د جګړې پلوې نه ده او ټينګار کوي چې بين الأفغاني ډيالوګ غوره انتخاب دی، بله ډله یې بیا يو قدم نور هم مخته ځي او واک ته له بيا رسېدو وروسته د فدرالي حکومت د جوړېدو چاره ګټوره بولي او هره يوه يې د نړۍوالې ټولنې بېل – بېل ملاتړ ته اړتيا لري.

    دا هر څه که څه هم د اوبو د سر کرښې دي، خو دومره زور يې لرلی چې د بهر مېشتو پخوانيو چارواکو، مخالفو ډلو او جبهو ترمنځ اختلافات رامنځ ته او نور هم ژور کړي، د ويانا او هرات امنيتي غونډو پر ګډونوالو د پرځېدلي جمهوريت د پخوانيو چارواکو توندې نېوکې او غبرګونونه يې ښې بېلګې کېدلی شي.

    د پرځېدلي جمهوريت د دفاع وزیر شاه محمود میاخېل د ويانا پنځم کنفرانس په اړه وايي چې: “تېر کال ماته د کنفرانس تنظیم کوونکو له لوري د ګډون بلنه راکړل شوه او ما هم د ځينو شرايطو له مخې ګډون وکړ، چې يو پکې د بين الأفغاني خبرو اترو شرط و، خو کله چې زه هلته ولاړم معلومه شوه چې د دوی د ايمېلونو او عملونو تر منځ ډېر توپير شته، چې بیا يې له کاري ګروپونو ووتلم او داسي غونډې بې نتيجې او تاواني ګڼم.”

    همدا راز د پرځېدلي جمهوريت پر مهال د بلخ والي عطاء محمد نور په خپله يوه رسنیزه مرکه کې د ويانا پنځم کنفرانس کې د جګړې شعارونو ته په غبرګون کې ويلي وو: “څوک چې د افغانستان خلک جنګ او جګړې ته هڅوي، ولې خپل بچيان جنګي محاذونو ته نه لېږي!؟”

    د دې تر څنګ د پرځېدلي جمهوريت ګڼو نورو چارواکو هم د بين الأفغاني ډيالوګ په ملاتړ په بهر کې د مخالفو جبهو مجلسونو او غونډو ته تېز او توند غبرګونونه ښودلي وو او جګړې ته د افغانانو هڅول یې ناسم تصميمونه بللي او ګڼلي وو.

    پاتې دې نه وي چې بين الأفغاني خبرې – اترې په وروستيو کې د مخالفو جبهو تر منځ يوه جنجالي مسئله ده، چې د خپل منځي اختلافاتو او پاشل کېدو يو له عمده عواملو څخه یې ګڼل کېږي، چې پايلې یې خورا څرګندې دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهجنوبي پنجاب کې د پاکستاني پولیسو پر زرهي ټانک بمي برید؛ ټانک تخریب او پکې سپاره پولیس هلاک شوي
    راتلونکي مقاله د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر غړی صلاح البردویل د اسرائیلي رژیم په هوایي برید کې شهید شوی

    مربوطه لیکنې

    نړیوال بحرانونه او د افغان حکومت د مخالفینو خام ارمانونه

    16 جنوري 2026

    باګرام د واقعیت په هنداره کې؛ د امریکا د راستنېدو خوب ولې ناکام دی؟

    15 جنوري 2026

    له واقعیتونو د پرځېدلي جمهوریت د چارواکو تکراري تېښته

    14 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 16 جنوري 2026

    لغمان کې د درې نويو ولسواليو د رامنځته کولو لومړني کارونه پيل شوي

    د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر: افغان حکومت له توپیر پرته د هر افغان د ستونزې حل لپاره هڅه کوي

    16 جنوري 2026

    د وینزویلا د اپوزیسیون مشرې خپله د سولې نوبل جایزه ټرمپ ته ډالۍ کړه

    16 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    لغمان کې د درې نويو ولسواليو د رامنځته کولو لومړني کارونه پيل شوي

    16 جنوري 2026

    د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر: افغان حکومت له توپیر پرته د هر افغان د ستونزې حل لپاره هڅه کوي

    16 جنوري 2026

    د وینزویلا د اپوزیسیون مشرې خپله د سولې نوبل جایزه ټرمپ ته ډالۍ کړه

    16 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،103 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،112 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.