Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»کابل ته د امریکايي پلاوي سفر؛ د تښتېدلو د وروستیو هیلو نړېدل!
    لیکني

    کابل ته د امریکايي پلاوي سفر؛ د تښتېدلو د وروستیو هیلو نړېدل!

    صابر افغانصابر افغان24 مارچ 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین په لومړیو ورځو کې، د سرپرست حکومت مخالفین د مقاومت جبهې، آزادۍ جبهې او نورو ډلو فراري مشران د ټرمپ په ټاکنیزو شعارونو کې ډوب شوي وو او د هغه له بریا وروسته ورځو لپاره یې خیالونه پالل.

    په دې موده کې یې ګڼې ناستې او غونډې وکړې او د ټرمپ له احتمالي حکومت څخه یې ډېرې غوښتنې وکړې. دې بدنامو څهرو هیله درلوده چې په امریکا کې به د حکومت په بدلون سره د افغانستان په اړه د دې هېواد سیاست هم بدل شي او د اسلامي امارت د خیالي مخالفو جبهو مالي او پوځي ملاتړ به زیات شي.

    د دې جریانونو مشرانو هڅه وکړه چې ټرمپ ته له نږدې سیاستوالو سره د اړیکو په ټینګولو سره، د افغانستان په اړه د امریکا په راتلونکو سیاستونو کې ځای پیدا کړي. ځینې یې آن امریکا ته ولاړل او په غیر رسمي غونډو کې یې له پخوانیو چارواکو او د جمهوري غوښتونکو ګوند له اغېزناکو څهرو سره وکتل.

    خو د وخت په تېرېدو او د ټرمپ د دریځونو په روښانه کېدو سره، ډېری دا هیلې له منځه ولاړې او د افغانستان د مسایلو په اړه د ټرمپ د چوپتیا په دوام سره، د دې فراریانو ټولې شومې نقشې په اوبو لاهو شوې.

    په افغانستان کې د امریکايي بندیانو د نیولو له امله د طالبانو پر لوړ پوړو مشرانو د ستر انعام ټاکلو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو څرګندونو، یو ځل بیا د سرپرست حکومت د مخالفینو په تورو او تیارو زړونو کې هیلې را ژوندۍ کړې وې. دوی ګومان کاوه چې ښايي د طالبانو او امریکا ترمنځ ناندرۍ رامنځ ته شي.

    روبیو په خپل رسمي «ایکس» اکاونټ کې ولیکل: «زه تازه خبر شوم چې طالبانو د راپورونو په پرتله ډېر امریکایان یرغمل کړي دي. که دا سمه وي، موږ به اړ شو چې سمدستي د دوی لوړ پوړو مشرانو ته خورا لوی انعام وټاکو؛ ښایي آن تر هغه لوی وي چې د بن لادن لپاره ټاکل شوی و.»

    خو په وروستیو ورځو کې، افغانستان ته د امریکا د رسمي پلاوي په لومړي سفر کې چې د بندیانو په چارو کې د ټرمپ ځانګړی استازی ادم بویلر او د افغانستان په چارو کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد ورسره مل وو، د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو اترو د یوې کړکۍ په پرانیستل کېدو سره، د اسلامي امارت په اړه د امریکا د ولسمشر له اصلي دریځ څخه پرده پورته شوه. په پایله کې آن د جمهوریت فراریانو ته هم څرګنده شوه چې ټرمپ له طالبانو سره د تعامل او مذاکراتو لار خپله کړې ده.

    په دې ناسته کې، د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي ادم بویلر، د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو د آزادۍ په برخه کې پرمختګونه د باور جوړونې په برخه کې یو اغېزناک ګام وباله. هغه دغه راز د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه او د امنیت ټینګښت کې د افغانستان د اسلامي امارت اقدامات د ستاینې وړ وبلل.

    بویلر د دوه اړخیزو خبرو اترو پر دوام ټینګار وکړ او د مذاکراتو له لارې د اړیکو پیاوړتیا یې یوه حیاتي اړتیا وبلله. هغه زیاته کړې چې د افغانستان او امریکا تاریخي اړیکې تل له ننګونو سره مل وې، خو اوس باید اصلي تمرکز پر راتلونکي وي.

    افغانستان ته د دې لوړ پوړي امریکايي پلاوي سفر پخپله د جمهوریت د بدنامو فراریانو د ناهیلۍ لامل شو، خو د سرپرست حکومت د مخالفینو پر هیلو وروستی مېخ هغه مهال ټکوهل شو چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په یوه خبري ناسته کې دې سفر ته په اشارې سره وویل، چې متحده ایالات به د خپلو ملي ګټو د ساتنې لپاره له طالبانو سره تعامل وکړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد احصایې او معلوماتو ملي اداره: تېر کال هېواد کې نږدې درې ميليونه برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي
    راتلونکي مقاله د پاکستاني طالبانو غورځنګ: پوځ د امن د لښکرو جوړولو په نوم کورنۍ جګړې ته لاره هواروي

    مربوطه لیکنې

    یو مصنوعي او بحراني هېواد او کاغذي مقاومت څه ډول ګواښ رامنځته کولی شي؟

    20 مې 2026

    ولې تجزیه غوښتنه د حل لاره نه ده؟

    19 مې 2026

    د محقق متضاد دریځونه؛ له خراساني مفکورې د ډیورنډ کرښې تر منلو

    16 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 23 مې 2026

    صهیونیستي رژیم تېره ورځ د لبنان تر ۴۰ زیاتې سیمې بمبارد کړي

    عربي رسنیو راپور ورکړی، چې د صهیونیستي رژیم پوځ تېره ورځ (جمعه) لبنان کې تر…

    د امریکا بهرنیو چارو وزیر په څلور ورځني سفر هند ته رسېدلی

    23 مې 2026

    تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۵ پروژې منظورې کړې

    23 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    صهیونیستي رژیم تېره ورځ د لبنان تر ۴۰ زیاتې سیمې بمبارد کړي

    23 مې 2026

    د امریکا بهرنیو چارو وزیر په څلور ورځني سفر هند ته رسېدلی

    23 مې 2026

    تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۵ پروژې منظورې کړې

    23 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،163 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،099 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،202 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.