لبکوال: محمد فیصل
په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵مې له تحول وروسته د مرکزي اسیا څلورو هیوادونو له ا.ا.ا سره دیپلوماتیکې اړیکې جوړې کړې.
قیرغزستان، ازبکستان، ترکمنستان او قزاقستان هغه هیوادونه وو چې له ا.ا.ا سره یې په سیاسي او اقتصادي برخه کې نږدې اړیکې جوړې کړې.
قیرغزستان دغه روانه زیږدي میاشت کې طالبان د ترهګریزو سازمانونو له لست څخه وایستل.
ازبکستاني چارواکو د ا.ا.ا له واکمنېدو سره کابل ته سفرونه وکړل؛ موده وړاندې د ازبکستان لومړی وزیر کابل ته راغی او د ۲.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت یې د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړل.
دغه راز، ترکمنستان له افغانستان سره د ټاپي پروژې چارې بیا پیل کړې؛ د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګري د زیاتېدو په حال کې ده.
قزاقستان د تېر زیږدي کال په وروستیو کې طالبان د ترهګریزو ډلو له لست څخه وویستل؛ قزاستان اعلان کړی چې له افغانستان سره به دوه اړخیزه سوداګري درې میلیارده ډالرو ته ورسوي.
تر ټولو مهمه خبره دا ده چې یادو څلورو هیوادونو د مقاومت جبهې(شر او فساد) سره قوي اړیکې ساتلي نه دي او په افغانستان کې یې د دوی د جګړې او فساد خپرولو ملاتړ کړی نه دی او ځای یې هم ورکړی نه دی.
د مرکزي اسیا په هیوادونو کې یوازینی هیواد تاجکستان دی چې تر اوسه یې له ا.ا.ا د مرکزي اسیا د یادو څلورو هیوادونو په څېر ښې اړیکې نیولې نه دي او د ا.ا.ا په اړه یې سخت دریځ غوره کړی دی.
تاجکستان له شر او فساد سره هم د قومیت له امله نږدې اړیکې پالي، خو تیره میاشت کابل ته په لومړي ځل د تاجکستان د امنیت برخې د یو لوړ پوړي چارواکي راتلل ښیي چې تاجکستان د ا.ا.ا په اړه خپله پالیسي بدلوي او له شر و فساد څخه ورو ورو واټن اخلي.
په پایپ لاین جورنال کې یوې خپره شوې مقاله کې د تاجکستان د دریځ د نرموالي په اړه راغلي چې تاجکستان دغه ګام د اقتصاد او سیمه ییزو امنیتي اندیښنو له امله پورته کوي.
دغه راز، په تاجکستان کې میشتو یو شمیر سرچینو بیا ویلي چې چین او قزاقستان د تاجکستان په دریځ بدلولو کې رول لوبولی دی.
هر څه چې دي خو تاجکستان پوه شوی چې د ا.ا.ا په اړه یې دریځ د سیمې د نورو هیوادونو خلاف و او اوس پوه شوی چې ځمکني واقعیتونه باید ومني او د ا.ا.ا او شر و فساد په اړه باید خپله پالیسي بدله کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.