د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، د غلامخان بندر کې موټرو تمځای کې موټر چلوونکو ته گڼې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د خوست ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست اړوند غلام خان سیمې باروړوونکو موټرو تمځای کې د موټر چلوونکو لپاره د اړتیا وړ امکانات (جومات، اوبو سیستم، دوکانونه، ورکشاپونه، اوسېدو خونې) او نورې اسانتیاوې برابرې شوې دي.په خبرپاڼه کې ویل شوي، موټر چلوونکي هم له یادو اسانتیاوو خوښ دي او په دغه بندر کې د نورو اړینو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کوي.
غلامخان بندر په دوه سوه جریبه ځمکه کې جوړ شوی، چې په خوست ولایت کې دی.
له دې لارې هره ورځ سلگونه سوداگریز موټرونه تگ راتگ کوي.