ترکي رسنیو په دغه هېواد کې د ۳۲ بې اسنادو پاکستاني او افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی، د راپورونو له مخې چې دا ٣٢ افغان او پاکستاني کډوال پرون په «ادیرنه» ښار کې نیول شوي دي.
د ترکي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، نیول شوي کډوال په غیر قانوني توګه او د اقامت اسنادو پرته دغه هېواد ته داخل شوي وو او د دغه هېواد د پولیسو له خوا ونیول شول.
ویل کېږي چې دا افغان او پاکستاني کډوال د میرچ، اپساله، لالاپاشا او ازونکوپرو په کلیو کې د عملیاتو پرمهال پېژندل شوي او نیول شوي دي.
په ورته وخت کې د ادیرن ښار پولیسو په دې وروستیو کې اعلان کړی چې د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره یې په ټول هېواد کې عملیات پیل کړي دي.
د ویلو ده چې ترکیه اروپا ته د افغان کډوالو د تګ یوه له مهمو لارو څخه ده چې ډېری کډوال له ایران څخه ترکیې ته داخلېږي.