هندوکش غږ ته له تورخم څخه سرچينې وايي چې نن غرمه شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې پاکستاني سرحدي ملېشو په افغان امنيتي ځواکونو چې د تاسیساتو جوړولو په حال کې وو ډزې وکړې او د افغان ځواکونو له لوري له سخت ځوابي بريد سره مخ شول چې په پايله کې یې د پاکستاني ملېشو د اوبه په نوم یوه پوسته له منځه لاړه او درې نورې تر بريد لاندې دي.
د سرچينې په وينا جګړه لا هم دوام لري او افغان امنيتي ځواکونه له څو استقامتونو په پاکستاني ملېشو پراخ بريدونه ترسره کوي.