د نیمروز ولایتي مسوولین وايي په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۱۲۰۰ د بې کیفیته تیلو ټانکرونه ایران ته ورګرځولي دي.
د نيمروز ولايت د ځايي مسوولینو په خبره په دې موده کې له ۱۵ زره زیات د تیلو ټانکرونه د ورېښمو پُله له لارې نیمروز ته وارد شوي دي.
د نیمروز په بازارونو کې د بې کیفیته تېلو شته والي د دغه ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي، او وایي، د بې کیفیته تېلو استفادې له امله یې موټر له تخنیکي ستونزو سره مخ وي.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د نیمروز ولایت سیمهییزو مسوولینو په ځلونو ایران ته د بې کیفیته تېلو د بېرته ګرځولو خبر ورکړی و.