د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، تېر کال له دغه ولایته نورو هېوادونو ته د ۳۷ میلیونه ډالرو په ارزښت څه باندې ۱۲ زره ټُنه ابجوش ممیز صادر شوي دي.
د دغه ولایت بڼوال هیله مند دي، چې د ابجوشو سږنیو حاصلاتو ته یې له هېواده د باندې د پلور زمینه برابره شي.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پر ۲۰ زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه د انګورو تاکونه کرل شي، چې په کلني ډول ۲۲۳ زره ټنه حاصلات ورڅخه ترلاسه کیږي، چې ډيره برخه یې د باغ لرونکو له لوري په کشمشو بدلیږي.