د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د «دانګفنګ ادی موتور» چینایي شرکت استازي د دې وزارت له مرستیال مولوي احمدالله زاهد سره د کتنې پرمهال افغانستان کې د موټرو تولید برخه کې ۵۰ میلیونه ډالر پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
د خبر له مخې، د یاد شرکت استازي ویلي، په پام کې لري چې د درې نیمو کلونو په موده او څلورو پړاوونه کې په افغانستان کې د موټرو د تولید برخه کې ۵۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي.
د نوموړي په وینا، دغه پانګونه چې په کال کې به د دوه زره موټرو د تولید زمینه برابره کړي، له ۵۰۰ تر ۷۰۰ تنو ته د کار زمېنه هم برابره کړي.
په ورته مهال د سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمد الله زاهد ویلي، سرپرست حکومت له دې طرحې ملاتړ کوي او د صنعت او سوداګرۍ وزارت به یې د اجراء کولو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د یادونې ده، چې پر هېواد د سرپرست حکومت له حاکمیت وروسته ګڼو نړیوالو شرکتونو د افغانستان په کانونو، صنعت، سرک جوړونې او د رېل پټلۍ په برخو کې د سلګونه میلیونه ډالرو د پانګونې ژمنې کړې دي.