لیکوال: سلمان باور
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
احمدشاه مسعود چې د سردار داودخان سره د مخالفت له امله پاکستان هېواد ته وتښتېد او هلته یې د جنرال نصیرالله بابر سره، د چراټ په پوځي چاوڼۍ کې پوځي زده کړې وکړې، د روسي یرغل پر مهال د روسانو سره هم پس پرده همکار پاتې شو.
د مسعود او روسانو ترمنځ لومړی لوی تړون د ١٩٨٠م کال پۀ لومړيو کې د سالنگ د لويې لارې پر سر معامله وه چې د روسانو د پوځي کاروانونو لپاره يې ستراتيژيک اهميت لاره.
شورویان افغانستان ته له راتلو سره سم د هېواد په ګوټ ګوټ کې د افغانانو له کلک غبرګون او مقاومت سره مخ شوه چې له امله یې دېته اړ شول چې پرته له زوره ځينې وختونه د خپلو سرتېرو او پوځي کاروانونو د خونديتوب لپاره د زور تر څنګ زر هم وکاروي.
دا چې د روسانو پوځي او اکمالاتي کاروانونه له همدې لارې پلازمېنې کابل او د هېواد ختيځ سوېل ته انتقالېدل، نو احمد شاه مسعود پۀ ډېره سپین سترګۍ ددغه تړون په بدل کې پۀ روسانو دا منلې وه چې دده ډلې ته به يوه ټاکلې اندازه لوجيستيکي توکي او پيسې ورکوي او په خوا کې به يې پر هغو مجاهدينو باندې بريدونو ته زور ورکوي چې د احمدشاه مسعود مخالفين دي.
ددې تر څنګ احمدشاه مسعود پۀ تړون کې دا شرط هم ایښی و چې د پښتنو سیمي او پښتانه چې د افغانستان اصل وارثین بلل کېږي د تړلو، وهلو او له وژلو بۀ هیڅ درېغ نۀکوي او د تاجکو ځینې سیمي چې دده اطاعت کې دي لۀ بمباردیو باید خوندي وي.
په تړون کې ښکاره له روسانو سره هوکړه شوې وه چې يو پر بل به بريدونه نۀ کوي او د روسانو د لارې امنیت بۀ د احمد شاه مسعود ډله خوندي کوي.
(دا خبرې د احمد شاه مسعود نږدې ملګري محمد عارف سروري کوي.)
سروري وایي: دواړه غاړې د خپلو گټو په فکر کې وې، لکه څنګه چې روسان هم له جگړې ستړي شوي وۀ، دوى هڅه کوله مجاهدین پۀ غفلت کې واچوي، د احمدشاه مسعود او د روسانو تر منځ د سالنګ تړون د شپږو میاشتو لپاره شوی و، چې وروسته بیا یوۀ کال ته وغځول شو.
سره له دې چې په ټول افغانستان کې جهاد روان وو، خو ده د جهاد د عنوان ترشا د قومي موخو د ترلاسه کولو لپاره کار کاوه، د ده ټول متحدين په همدې عقيده او مفکوره وروزل شول چې له جهاده باید قومي ګټه تر لاسه شي.
چې په همدې هدف کې دوی بریالي شول او په هېواد کې یوه زړه بوږنوونکي جګړه پیل شوه، چې پکې په زرګونه افغانان ژوندي تر خاورو لاندې شول او زرګونه نور د ټوپک مرمیو سوري-سوري او لولپه کړل.
احمد شاه مسعود د روسانو ضد ډیر ريښتني جهادي قومندانان په مرموز ډول شهيدان کړل، د نورو جهادي ګوندونو پر ضد یې د روسانو، فرانسویانو، هندوانو، امريکایانو، انګرېزانو، ايرانیانو او حتی له پاکستانیانو سره پټې معاملې درلودي، دغو ټولو یادوو آدرسونو به تل په تبليغاتي برخه کې د مسعود په نفعه قوي تبلیغات کول، کله به چې د مجاهدينو تر منځ د واک وېش کېده او د حکومت د جوړولو خبرې بۀ پیل شوې نو دوی ټولو د همدوی د ګوند، جمعیت لمن ورډکوله، ځکه دوی هر وخت د معاملو لپاره چمتو خلک وۀ.
دوی هم هر وخت مستقيم او غیر مستقيم د اتلولۍ تبليغات ورته کول، عکسونه او فلمونه یې ورڅخه ډکول او ټولې نړۍ ته یې د جهاد او قربانیو سمبول معرفي کاوۀ، د نورو مجاهدينو ويشتل شوي ټانکونه به یې په یوه نه یوه ډول دده امتیاز حساباوه.
د مثال په ډول د BBC راډيو بۀ چې کله خبر نشراوه نو ویل به یې؛ نن په لغمان کې د روسانو ټانګ د مجاهدينو لخوا وويشتل شو، لغمان هغه ځای دي چې د نامتو قومندان احمد شاه مسعود سيمې پنجشير سره وصل دی.
کله چې په ۱۹۹۲ میلادي کال کې ډاکټر نجیب د سولې برنامه وړاندې کړه نو احمدشاه مسعود او ملګرو یې چې په دې ملګرو کې یې د پخواني رژیم افسران چې یو وخت یې ملحدان او کافران بلل او جهاد یې ور سره فرض عین ګاڼه، یو ځای شو او دغه برنامه یې شنډه کړه، دغو افسرانو چې په اصل کې د نجیب په رژیم کې د کارمل پلویان وو، وروسته یې د جمعیت اسلامي د غړیتوب کارتونه تر لاسه کړل او د عبدالرشید دوستم په ګډون یې د جبل السراج تړون جوړ کړ.
د جبل السراج تړون یا ایتلاف بیا په کابل کې د خونړیو جنګونو پیل و، چې په نتیجه د کابل ښار لوټې-لوټې شو او تقریباً اویا زره عام ښاریان ووژل شول، د کابل د جنګونو په وخت کې احمدشاه مسعود د متعصبو پرچمي جنرالانو سره لاس د دې لپاره یو کړ، تر څو پښتانۀ او لۀ تاجکو پرته نور قومونه لۀ پښو وغورځوي او ځان واک ته ورسوي.
د کورنیو جګړو په وخت کې د ټولو وژنو اصلې لامل همدی و، پۀ مختلفو ډولونو بۀ یې جګړې ته زمینه برابروله او د جنجالنو دوام بۀ یې غوښتۀ، نور تنظیمونه یې هم توافق ته سره نۀ پرېښودل، ځکه روسانو ورته خپله باقي مانده وظيفه سپارلې وه.
احمد شاه مسعود د کابل د قابضینو پۀ مشوره د طالبانو سره د خبرو او ملاقات غوښتنه وکړه، چې د طالبانو د مشرتابه لۀ خوا ملا محمد رباني او شهید ملا بورجان د خبرو لپاره وټاکل شول.
د مسعود سره دا فکر و چې طالبان د استاد رباني اداره پۀ رسمیت وپېژني او همکاري بۀ ورسره وکړي، خو طالبانو غوښتل چې هیڅ یوه ډله هم باید قدرت کې پاتې نۀشي، ځکه چې د همدې ډلو له امله افغانۍ خویندې میندې بې عفته شوې، ځوانان او کورنۍ پکې دل شوې.
مسعود چې لۀ دې لیدنې وروسته کابل ته ستون شو، د جنګ لاره یې غوره کړه او د طالبانو پۀ خلاف یې خپلې ملیشې، چورلکې او بمباردونکې طیارې اماده کړې چې د سهار محال یې پۀ هغو سیمو چې طالبان پکې واکمن وۀ سخت بمبارد وکړو او پۀ چهار اسیاب بازار کې چې عام وګړي میشت وۀ تر سلګونو ډېر یې پۀ بې رحمه ډول د بمونو په باران کې شهیدان کړل.
(تر ټولو مهمه خبره دا چې د ژوند په وروستیو وختونو کې ده او رباني په شريکه لۀ اسرائیلو څخه هم د طالبانو پر ضد د مرستې رسمي غوښتنه کړې وه، فرانسې ته یې خاص د همدې لپاره سفر وکړ چې د ټولې نړۍ او خصوصاً د بوش پام د افغانستان اشغال ته راواړوي، هلته یې په ډاګه وویل: چې که غرب د طالبانو مخه په افغانستان کې ونۀ نيسي نو ډیر ژر به طالبان او د دۀ په اصطلاح نور ترورستان منځني ختيځ او غربي هېوادونو ته مخه وکړي او دوی ته به لوی خطرونه پېښ کړي.)
پرونی امريکایي اشغال د ده رسمي غوښتنه وه په دې اړه رسمي اسناد موجود دي، په یوټیوب کې یې ويډیو ګاني شته، د مسعود لۀ وژل کېدو وروسته د دۀ لاره د دۀ لاریانو تعقیب وساتله او د افغانستان د ټولو نظامونو نه یې باغیتوب خپله وجیبه وبلله.
پۀ پرځېدلي جمهوریت کې د احمدشاه مسعود ډلې پۀ چغو ویل:(ما افغان نیستم) دوی دا چغه پۀ داسې حال کې وهله چې د پنجشیر لۀ وړې درې یې پۀ کابینه کې یواځې شپږ وزیران لرل.
دوی د افغانستان د تجزیې فکر تر ننه پۀ سر کې لري او اوس هم د حاکم نظام اسلامي امارت د پرځولو لپاره د خپل مشر احمد شاه مسعود په څېر د اسرائیلو پۀ شمول د نړۍ لۀ هر غربي هېواده مرسته غواړي او د احمدشاه مسعود غونده یې د بغاوت خیالي جبهې خلاصې کړې دي.
دوی د افغانستا د هغو نظامونو خلاف هم بغاوت کړی دی، چې دوی پکې لسګونه لویې چوکۍ لرلې، د وژل شوي مسعود لار اوس د هغه نازدانه زوی په داسې حال کې تعقیبوي چې په ټول وطن کې یوه پلوی هم نلري.
خو دا بیا هم د خپل هوس د پوره کولو لپاره له هرې نا مشروع لارې کار اخلي.
د واک نشې او د وطن د خزانو چور کولو دوی داسې لالهانده کړې دي، چې اوس په خپلو منځونو کې سره هم دوه پړقه شوي دي، دا ځکه چې دوی ته پیسه له خپلې کورنۍ هم ډېره شیرینه ده.
وروستۍ خبره دا چې دوی د پنجشیر ولایت ټول معدنونه او قیمتي اثار په خپلو بادارانو مفت وپلورل او کابو د پرځیدلي جمهوریت ټول شتمني یې ځانته تاؤ کړې وه، خو بیا یې هم پنجشیر ته هیڅ نه دي کړي، ان سړک یې هم ورته سم نه دی جوړ کړی چې اوس تازه حاکم نظام پکې د بیا رغونې کارونه پیل کړې دي.