Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړیوال فورم راتلونکې ناسته کابل کې کېږي
    افغانستان

    د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړیوال فورم راتلونکې ناسته کابل کې کېږي

    حبیب الرحمن سروشحبیب الرحمن سروش1 جون 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp


    د افغانستان بانک مسوولین وايي، د یاد بانک پلاوی مالیزیا ته تللی او د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړیوال فورم په کلنۍ کنفرانس کې یې گډون کړی دی.


    له یاد بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په لومړۍ غونډه کې د اسلامي بانکوالۍ د تمویلاتو اړوند تکافل، صکوکو، زکات وقف او همدارنگه بانکي معاملاتو پر برېښنایي کېدو، خطراتو د مدیریت، مقرراتي چوکاټونو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو بحثونه وشول.

    «دا غونډه د مالیزیا د مرکزي بانک په کوربه‌توب د مرکزي بانکونو د اسلامي بانکوالۍ له اړوندو برخو سره جوړه شوې وه. په‌دې غونډه کې د افغانستان، ترکیې، عمان، برونای، یمن، متحده عربي اماراتو، پاکستان او مالیزیا د مرکزي بانکونو استازو گډون کړی وو. په یاده غونډه کې د مرکزي بانکونو د شریعه بورډونو تر منځ د همغږۍ په رامنځته کېدو بحث وشو چې غړي هیوادونه به اړوند مهم بانکي موضوعات د مشورو او حللارو موندلو په موخه له یو بل سره شریکوي.»


    د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان بانک پلاوي په راتلونکي کې د یادې غونډې لپاره د کابل د کوربه‌توب وړاندیز وکړ او د مالیزیا ورسره په اصولو کې موافقه وکړه.


    په مالیزیا کې د نړۍ د گڼو اسلامي هېوادونو د مرکزي بانکونو رئیسانو د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړیوال فورم غونډه جوړه شوې، چې د افغانستان بانک پلاوي په یاده غونډه کې د گډون سربېره له گڼو نړیوالو بنسټونو استازو سره لیدلي دي.

    «د دې سفر په اوږدو کې د افغانستان بانک پلاوي د مالیزیا د اسلامي بانک، سټانډرډ چارټر صادق بانک، د مالیزیا د پانگونې بانک او نورو اسلامي بانکونو او مالي مؤسساتو له عمومي رئیسانو او استازو سره بېلابېلې لیدنې کتنې وکړې. په دې لیدنو کې د افغانستان له بانکونو سره د متقابلو بانکي اړیکو په رامنځته کولو او تخنیکي همکاریو خبرې وشوې.»


    په خبرپاڼه کې ویل شوي، د مالیزیا د نړیوال اسلامي پوهنتون د اسلامي بانکوالۍ او ملاتړ انستېتوت ژمنه کړې، چې د افغانستان بانک او بانکي سکتور کارکوونکو ته به د اسلامي بانکوالۍ اړوند د لنډ مهاله روزنیزو پروگرامونو او اوږد مهاله لوړو زده‌کړو په برخه کې زمینه برابره کړي.

    مخکینۍ مقالهفراه کې د ۷۴ کیلومتره د نوري فایبر کیبل پروژه بشپړه شوه
    راتلونکي مقاله هلمند کې گڼې وسلې د امنیتي ځواکونو لاسونو ته ورغلې

    مربوطه لیکنې

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 13 مې 2025

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،932 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،862 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،849 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.