ټرمپ ښه پوهېږي چې د افغانستان د سرپرست حکومت په وړاندې توند او زورور غبرګون بې ګټې دی، ځکه چې دوی پخوا هم د زور لار ازمویلې ده او کومه نتیجه یې نه ده ترلاسه کړې. دوی په خپل ټول نظامي ځواک سره پر افغانستان برید وکړ او حتی په افغانستان کې یې د دوی په لاس جوړ شوی واکمن حکومت هم له ځان سره ملګری کړی و، خو بریالي نه شول.
امریکا شل کاله افغانستان اشغال کړ، خو په پای کې پرته له کومې لاسته راوړنې او د میلیاردونو ډالرو نظامي تجهیزاتو په پرېښودلو سره یې په ذلت سره افغانستان پرېښود. دا هغه څه دي چې د ټرمپ ژبه د افغانستان د سرپرست حکومت په وړاندې له تاوتریخوالي ډک غبرګون څخه منع کوي.
ټرمپ پوهېږي چې د افغانستان واکمنان پخوا د طالبانو ډله وه، خو اوس د افغانستان حکومت په لاس کې لري او پر دې سربېره یې ملت هم له ځان سره ملګری کړی. له همدې امله، د افغان خبریالې پوښتنې ته په ځواب کې د سرپرست حکومت په وړاندې له ښکاره او توند غبرګون څخه ډډه کوي.
افغانستان اوس په نړۍ کې د لوی نظامي ځواکو درلودونکی دی، هم د هغه تسلیحاتو له کبله چې له نسکور شوي حکومت او د هغه له بهرنیو ملاتړو څخه پاتې دي او هم په بېلابېلو برخو کې د هغه د پراختیا له کبله؛ دا ټول ښايي د ټرمپ په چوپتیا او ځانغولونه کې رول ولري.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.