د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس، ښاغلی شهاب الدین دلاور د قزاقستان د اسلامي همکاریو سازمان د خوړو خوندیتوب له استازي سره کتلي دي.
دغې ټولنه پر اېکس لیکلي، په دغه کتنه کې ښاغلي شهاب الدین دلاور د دغه سازمان له مخکینیو همکاریو او مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د ژمي موسم په را رسېدو سره دې د بې وزلو افغانانو لاسنیوی وکړي.
هاخوا د قزاقستان د خوړو خوندیتوب استازي هم دا ژمنه تازه کړه، چې د بې وزلو افغانانو لاسنیوي ته به دوام ورکړي.
د اسلامي امارت له بیاځل واکمنېدو وروسته، قزاقستان د افغانستان له اسلامي امارت سره نږدې، اقتصادي، او سیاسي روابط لري.