د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چې د افغان او ترکي سوداګرو ترمنځ ګډه سوداګریزه ناسته ترسره شوې.

په دغه ګډه ناسته کې د ۷۰ افغاني شرکتونو او د ۶۰ ترکي شرکتونو استازو ګډون درلود چې په بېلابېلو سکتورونو د هفې له ډلې په معدني، ساختماني، طبي او خوراکي موادو او د پوښاک د تولید په برخه کې یې فعالیت درلوده.

د غونډې ویناوالو د دواړو هېوادو ترمینځ د سوداګرۍ کچې له پراختیا څخه د ملاتړ په څرګندولو، د دواړو هېوادو تر مینځ پر تاریخي اړیکو او د سوداګرۍ پر اهمیت او د شته ټرانزیټي او ټرانسپورټي ستونزو پر حل خبرې کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version