د رياست الوزراء د اداري مرستيال ملا عبدالسلام حنفي په مشرۍ ازبکستان ته تللي پلاوي د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له لومړي وزير عبدالله عارفوف سره کتلي.
د اسلامي امارت د مرکزي وياند مرستيال ملا حمد الله فطرت د يادې ليدنې په تړاو وايي په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي، اقتصادي، فرهنګي او همدا راز سوداګريزو اړيکو پر پراختيا خبرې شوې دي.
د ښاغلي فطرت په خبره ازبک مشر د افغان – ټرانس لويې پروژې عملي کېدل د افغانستان په ګډون ټولو دخيلو هېوادونو ته ګټوره بللې ده.
او همدا راز اداري مرستیال ښاغلي حنفي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا په نورو برخو کې د اړیکو د لا غوړېدا لامل بللې او پر زیاتوالي یې ټینګار کړی دی.