شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د سرپرست حکومت د امارتي شرکتونو لوی ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، یاد شرکت د کابل هوټل چې تېرو شلو کلونو کې د «اغا خان بنسټ» له لوري د سرینا هوټل په نوم فعالیت درلود یوه بل نړیوال شرکت ته په قرارداد ورکړی.د خبرپاڼې له مخې د دغه هوټل له پخواني قراردادي (اغا خان بنسټ) سره یې د روان ۱۴۴۶ ه.ق کال د جمادي الثاني په ۱۵ نېټه قرارد پای ته رسېدلی او له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د دغه هوټل فعالیتونه په عادي ډول دوام لري.یاد شرکت د قراردادي شرکت نوم نهدی ذکر کړی، خو ویلي یې دي چې دغه شرکت د هوټلدارۍ په برخه کې کافي تجربه لري او د کابل هوټل چارې به په ښه معیاري ډول پر مخ وړي.تر دې وړاندې د سرینا هوټل د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي وو، چې سر له سبا (شنبه، د سلواغې ۱۳مه) افغانستان کې خپل خدمتونه او فعالیتونه دروي.
د چارو ادارې عمومي رئیس شیخالحدیث نورالحق انور: خصوصي شرکتونه دې خلکو ته باکیفیته او واقعي خدمات وړاندې کړي26 جولای 2026
د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي: برېښنايي حکومتولي د چټکو او اغېزمنو خدمتونو په برخه کې مهم ګام دی26 جولای 2026
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر: د دولتي اسنادو د برېښنايي کېدو بهیر دې ژر پیل شي26 جولای 2026