Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د امرالله صالح ناسم قضاوت؛ قضاء او عدالت اوس او پخوا
    تورې څېرې

    د امرالله صالح ناسم قضاوت؛ قضاء او عدالت اوس او پخوا

    صابر افغانصابر افغان4 جون 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    جمهوري نظامونه په نړۍ کې، په ځانګړې توګه په اسلامي هېوادونو کې په لوړه کچه د مافيايي کړيو ښکار وي او د همدې مافيايي کړيو له لوري پر مخ وړل کېږي چې زياتره وخت یې د قضايي سيستم له بې عدالتيو او فساد څخه ولسونه شکايت کوي او حتی په مظاهرو لاس پورې کوي، ځکه چې په همدې ډول نظامونو کې مافیا ورځ تر بلې د پړسېدا په حالت کې وي او د هرې ادارې خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي.

    په افغانستان کې یې پرځېدلی جمهوريت ښه مثال و؛ دغه نظام د ناټو له لوري چې په رأس کې یې هيژمونیک قوت (امريکا) شتون درلود، د برچې په زور پر افغانانو تحميل شو. پرځېدلي جمهوريت چې د عدل، مساوات، نظر خپلواکۍ او نور بېلابېل شعارونه ورکول او په اساسي قانون کې یې د همدې او دې ته ورته موضوعاتو په تطبیق ټينګار کاوه، خو پورتني شعارونه یې يواځې تر شعار پاتې شول او د تطبیق څرک یې نه لیدل کېده.

    پرځېدلي جمهوريت په خپله غېږه کې هغه اشخاصو ته ځای ورکړی و چې دا څو لسیزې یې د ولسونو په وينو لاسونه سره او د افغانستان د معاصر تاريخ تر ټولو منفورې څهرې او لوی قاتلين وو. که چیرته د پرځېدلي جمهوريت قضايه قوې خپلواکي درلودلای، دوستم پر ځای د دې چې محاکمه شي او د تېرو وژنو په اړه پوښتنې ترې وشي، د ولسمشر تر لومړۍ مرستيالۍ رسېږي او همداسې د دوستم په څېر نورې مشهورې څهرې لکه سیاف، خليلي، عطا نور، محقق او د دوی په ډول نور قاتلين د همدې جمهوريت غوښنه برخه ګرځیدلي وو او د واک پر ګدۍ ناست وو.

    امرالله صالح چې د اوسني سرپرست حکومت د قضايه قوې په اړه د غیر مسلکي توب او ناخپلواکۍ په اړه ليکنې کوي، په خپله هم نه دا چې د پرځېدلي نا خپلواکه جمهوريت یوه مهمه څېره وه، بلکې د دغه نظام د فساد، بې‌عدالتۍ او مظالمو محوري کس ګڼل کېږي. هغه جمهوریت چې د غربي زور په نتیجه کې منځ ته راغلی و په واقعیت کې دا خپله يوه لويه بې عدالتي وه چې د انسان په لاس جوړ شوی نظام یې په خلکو مانه، داسې نظام چې نه خپله د عدالت پر بنسټ ولاړ و او نه یې هم قضایي خپلواکي درلوده.

    په پرځېدلي جمهوريت کې عدالت تنها یو شعار او تر سپينو ورقو محدود پاتې و، همدا راز په عمل کې د مافيايي کړيو، زورواکو، مفسدو چارواکو او بهرنیو جاسوسانو د ساتنې يوه خوندي وسیله وه. قضاء نه یواځې خپلواکه نه وه، بلکې د سیاسي مافیاوو، زورواکانو او فاسدو شبکو تر کنټرول لاندې وه. هر چا چې د حق غږ پورته کاوه، خاموشه کېده، زنداني کېده، یا یې ژوند له خطر سره مخ و.

    امرالله صالح او ورته نور کسان، چې د نظامي بنسټونو (ملي امنیت، کورنیو چارو او دفاع وزارت) مشري یې کول او يا هم د سیاسي ګوندونو مخکښ غړي وو، همدوی هغه عناصر وو چې په خپله یې د قانون، عدالت او انساني ارزښتونو تر نامه لاندې تر ټولو ستر خیانتونه وکړل. ولسي جرګه، مشرانو جرګه، د وزيرانو او واليانو څوکۍ د سيمه ييزو او نړۍوالو استخباراتي سازمانونو ترمنځ وېشل شوې وې، همدې خلکو له اساسي قانون څخه لوړ او په آزادانه ډول خپل نا قانونه فعاليتونه ترسره کول، تر دې چې ملي امنیت یې هم کنټرول ته عاجز و.

    د پرځېدلي جمهوريت قضایه قوه تنها د کمزورو او بې واسطې خلکو د ځورولو لپاره رامنځ ته شوې وه، اصلي مجرمینو خو د همدې قضايه قوې تر چتر لاندې خپل ژوند تېراوه چې دا جمهوریت نه بلکې یو فاسد سیستم و، چې د عدالت تر پښو لاندې کولو لپاره یې خپلې ټولې وسیلې کارولې.

    کله چې امرالله صالح د ملي امنیت ادارې مشري کوله، ډېری وخت يې خلک له محاکمې پرته نیول، بندي کول او شکنجه کول چې دا ډول کړنو یې خپله د تېرې ادارې د قضایه قوې خپلواکي تر پوښتنې لاندې راوستل او قضايه قوه د دا ډول پېښو پر وړاندې ناتوانه وه، ځکه چې هلته څوکۍ پر قومي او ګوندي وېش وېشل شوې وې، چې د هر لوري په وېش کې به قضايه قوه وه، نو د هغوی ګټې به یې خوندي کولې.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد اوکراین پر لویو ښارونو د روسیې ډرون او توغندیز بریدونه؛ ۲۳ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
    راتلونکي مقاله افغانستان لپاره د پولنډ ځانګړي استازي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره کتلي

    مربوطه لیکنې

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025

    مخالفي ډلې؛ په ایران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د موساد نوې حربه

    19 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 21 جون 2025

    د سرپرست حکومت د مشرتابه په حکم یو لړ نوې ګومارنې ترسره شوې

    د سرپرست حکومت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، د حکومت د مشرتابه په حکم…

    د خامنه ای سلاکار: د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر اسرائيل ته جاسوسي کړې

    21 جون 2025

    په ننګرهار زندان کې ۱۱۰ بندیانو د قران کریم حفظ بشپړ کړ

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سرپرست حکومت د مشرتابه په حکم یو لړ نوې ګومارنې ترسره شوې

    21 جون 2025

    د خامنه ای سلاکار: د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر اسرائيل ته جاسوسي کړې

    21 جون 2025

    په ننګرهار زندان کې ۱۱۰ بندیانو د قران کریم حفظ بشپړ کړ

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.