د امریکا د یو اس اې ټوډی (USA TODAY) ورځپاڼې په یوه څیړنیز راپور کې ویلي دی، چې د امریکا پوځ کې د سرتېرو د ځان وژنې شمېرې تر هغو څو برابره زیاتې دي، کوم چې له دښمن سره په جګړه کې وژل کیږي.
د دغې ورځپاڼې په راپور کې راغلي، چې د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال له پیله تر اوسه د امریکا پوځ کې ۵۵ سرتېرو ځان وژنه کړې ده.
د یادې ورځپاڼې یو څېړنیز راپور ښيي، چې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ د امریکا پوځ کې ۸۳۳ تنو سرتیرو ځان وژنه کړې وه.
د امریکا پوځ کې د ځان وژنې د لاملونو په نوم دغې ترسره شوي څېړنیز راپور کې همداراز راغلي، چې په همدې موده کې په جګړو کې وژل شویو سرتېرو شمېر یوازې ۹۶ تنه دی.
که څه هم یادې ورځپاڼې د دې ځان وژنو اصلي لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو روان پېژندونکو د دې کړنې لامل روحي ستونزې او وجداني عذاب په ګوته کړی دی.