تسنيم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسرائیلو پر وړاندې د یمنيانو اقدام د ځان ساتنې او د فلسطیني ولس د ملاتړ په موخه یو خپلواک تصمیم دی او له ایران سره هیڅ تړاو نه لري.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي «د یمن د ولس زړور اقدامات له ایران سره تړل او د اسرائيلو له لوري دا ډول بې بنسټه ادعاوې تکرارول د ایران ولس سپکاوی او یو ګمراه کوونکی تور دی».
یمن کې د حوثیانو له لوري په تل ابیب کې د بن ګورین نړۍوال هوايي ډګر سیمې ته د توغندي تر توغولو وروسته، اسرائیل ایران تورن کړی او ویلي یې دي چې د حوثيانو بریدونه له ایران سرچینه اخلي.