ایراني رسنیو ویلي، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت مرستیال د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې له هغه پلاوي سره کتلي، چې د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې دمبارزې معین لوی پاسوال ملا عبدالحق آخند همکار په مشرۍ له افغانستانه ورغلی او د نشه يي توکو پر وړاندې د سرپرست حکومت د مبارزې ستاینه یې کړې ده.
د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړې، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر قاچاق، پېر او پلور او کرکېلې بندیز به لا زیاتې ښې پایلې ولري.