د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت خبر ورکوي چې د ياد وزارت د هوايي ډګرونو عمومي رئیس عبدالستار غروال او د بامیانو والي مولوي عبد الله سرحدي په شتون کې د باميانو هوايي ډګر د ځغاستليکې د اساسي ترميم او جوړلو کار پيل شو.
د ياد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د ۴۰ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت په اساسي بڼه د باميانو ولايت د هوایي ډګر د ځغاستليکې او نورو برخو د بیارغولو چارې پیل شوې.
خبرپاڼه زياتوي چې د بامیانو والي د چارو د پیل په مراسمو کې ویلي، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د هوایي ډګر تخریب شوې برخې بیا ورغول شي.
د وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ د اټکل له مخې به، د یاد هوایي ډګر د بیارغولو چارې تر راتلونکو ۸ میاشتو پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.