د پرځېدلي جمهوریت مداح او په امریکا کې مېشت نجیب ننګیال د خپل متزلزل او د ذوق وهلي دریځ په دوام، دا ځل د مقاومت په نوم د شر و فساد جبهې د رهبرۍ غړي امرالله صالح ته له چاپلوسۍ ډک لیکونو لیکل پیل کړي دي. نوموړی چې د تېر جمهوریت پرمهال د خلکو په منځ کې د «د سیاسي خیاط» په نوم مشهور و، تل به یې د هغه پرځېدلې دورې چارواکو تېروتنو او نارواوو ته توجیه جوړولې او هڅه یې کوله چې دوی سپین چرګان معرفي کړي.
نجیب ننګیال چې د جمهوریت پرمهال ورته په داخلې وزارت کې عادي دنده ورکړل شوې، شپه او ورځ به یې د جمهوریت د چارواکو د فسادونو، رشوتونو، ظلمونو، جنایتونو دفاع کوله او ان ډېری وختونه به له دې یو ګام وړاندې شو، د امریکا تر مشرۍ لاندې اشغالګر ځواکونه به یې د افغانستان دوستان او مدافع بلل، د دوی اشغال ته به یې توجیه جوړولې او ان د شپنیو چاپو، هوايي بریدونو په ګډون به یې د امریکا، ناټو او داخلي عسکرو وحشتونه مشروع او قانوني ګڼل، نو له همدې کبله ورته د «خیاط» نوم ورکړل شو.
هغه د جمهوریت په وروستیو کې امریکا ته وتښتېد، هلته مېشت شو، خو د جمهوریت له پرځېدو سره سم، کله چې په نوموړي د خپل تبلیغ او خیاطۍ په مقابل کې د جمهوریت د چارواکو د ځانګړو کوډونو پیسې ودرېدلې، نو سملاسي یې خپل متزلزل دریځ بدل کړ، هڅه یې وکړه چې ځان په اصطلاح ملي او منلی شخص وښيي، د همدې کار لپاره یې د هغو چارواکو پر تېرو منفي کړنو اعتراف وکړ او پر هغوی به یې نقدونه او نیوکې کولې. نوموړي د جمهوریت د چارواکو پر ټولو هغو کارونو دا نقدونه پیل کړل، چې ده به یو وخت ترې دفاع کوله او په سپین سترګۍ به یې ردول.
نوموړي کله چې امریکا ته د جمهوریت د پخواني چارواکي او د سي آی اې د جاسوس امرالله صالح د تګ اوازې واورېدلې، نو دا ځل یې خپل همېشنۍ بدلېدونکی او متزلزل دریځ دې خواته راواړاوه. صالح ته لیکنې کوي، هغه ملي شخص بولي او د پرځېدلي جمهوریت بیا احیا ته یې هڅوي؛ په داسې حال کې چې څه موده وړاندې همدې ننګیال د صالح او مقاومت په نوم د شروفساد جبهې کسان «لنډغر» او «بدمعاشان» او له ښکنځلو ډکې د دوی خبرې یې «د خیرخانې ادبیات» بلل.
نو په هغه کچه چې د پرځېدلي جمهوریت تېر چارواکي، د اوسنیو ټلوالو، ګوندونو، جبهو او بهیرونو سرلاري او مشران متزلزله، بې باوره، رټل شوي، معامله ګر، بې دریځه او بې منطقه دي، په هماغه کچه یې مداحان هم دي. دغه مداحان هم اوس ټولو پېژندلي، ټول ورته د معامله ګرو، بې دریځه او متزلزله کسانو په سترګه ګوري او په هېڅ خبره یې باور نه کوي، نو ځکه ویلی شو، چې په کومه بېړۍ کې چې دوی ناست دي، دا بېړۍ له یوې خوا څو ځایه سورۍ ده او له بلې خوا پر یوه نامعلوم لوري روانه ده، چې یا به ډوبېږي او یا به د تل لپاره ورک کېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.