د ۱۳۵۸ل کال د جدې په شپږمه نېټه، د شوروي اتحاد پوځونو په افغانستان کې د خپل لاسپوڅي رژيم د ساتنې په موخه له ۱۰۰ زره پوځیانو، زرګونه ټانکونو، زغروالو وسایطو او جنګي الوتکو سره د هېواد په شمال کې د حیرتان د پله له لارې پر افغانستان یرغل وکړ.
د کابل ښار د شپې له خوا د سخت او هر اړخیز برید شاهد و، یرغلګرو د جمهوري ریاست ماڼۍ د ناڅاپي برید په ترڅ کې لاندې کړه، خپل زوړ غلام حفیظ الله امین یې وواژه او بل وفادار لاسپوڅی ببرک کارمل یې د واک په ګدۍ کیناوه.
د شوروي یرغلګرو پراخو بمباریو، وحشیانه ټول وژنو او غیر انساني شکنجو نه یواځې د افغانانو اراده ماته نکړه؛ بلکې په ټول هېواد کې یې اشغال ضد مقاوت ل اپسې پیاوړی کړ.
افغان مؤمن او مجاهد ولس، په تشو لاسونو د یوې لسیزې اوږدې، سرښندونکې مبارزې په پایله کې، اشغالګر د ماتې منلو او تیښتې ته اړ کړل.
د ۱۳۶۷ل کال د لیندۍ په ۲۶مه نېټه د شوروي ځواکونو شرموونکی شاتګ پیل شو او بالاخره د ۱۳۷۱ل کال د ثور پر اتمه نېټه د هغوی لاسپوڅی رژیم هم نسکور او افغانانو خپل هېواد د کمونیزم له پنجو آزاد کړ.
د شوروي اتحاد او د هغوی د لاسپوڅي حکومت په وړاندې دې تاریخي بریا، ملت ته بې ساری فرصت په لاس ورکړ چې د خپلو اوږدمهالو آرمانونو له مخې، د اسلامي شریعت او قوانینو پر بنسټ د یوه عادلانه نظام د جوړېدو خوبونه ریښتیا کړي.
خو دې موخې ته د رسېدو په درشل کې، هغه قوماندانان او جنګ سالاران چې د جهاد په دوره کې د دین او مقاومت په پایله کې واک ته رسېدلي وو، د واک او چوکیو پر سر د خپل منځي شخړو ښکار شول.
هغه وسلې چې باید د بهرني دښمن په وړاندې استعمال شوي وای، د یو او بل په وړاندې وکاریدې. د اختلافاتو اور کابل او نور ښارونه د کورنۍ جګړې په خونړیو میدانونو بدل کړل.
د جنګ سالارانو وسلو نه یواځې د هېواد زیربناوې، ښارونه او کلي وران کړل، بلکې په کابل ښار کې یې د بې ګناه انسانانو د وینو ویالې وبهولې.
د کورنیو جګړو په پایله کې په زرګونه افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، ګڼ شمېر نور ټپیان یا معلول شول، سلګونه زره افغانان اړ شول چې خپل ټاټوبی پرېږدي، له ترخې او جبري کډوالۍ سره مخ شي.
دې پراخو ورانیو، د علمي، اقتصادي او ټولنیزو فرصتونو له منځه تللو او د ګډوډۍ دوام، د افغانستان نړۍوال حیثیت ته ستر زیان ورساوه او دا حالت د بهرنیو لاس وهنو، په تېره بیا د امریکا او د هغې د متحدینو د نظامي یرغل زمینه برابره کړه.
سره له دې ټولو سترو ناورینونو، د افغان ولس د جهاد آرمان، د آزادۍ احساس او د اسلامي حاکمیت د راتګ باور، د افغانانو په زړونو کې ژوندی پاتې شو، مظلوم ولس یې دا په ډاګه کړه چې هیڅکله به د ظلم او اشغال پر وړاندې د تسلیمۍ سر ټیټ نه کړي.
یادؤنه: په هندوکش غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.