د لبنان د حزب د ډلې د مشر حسین نصرالله چې تېره ورځ د اسرائیلو په هوایي برید کې له منځه لاړ د هغه د ځایناستي په ټاکلو ګونګسې روانې دي.
د ځایي سرچینو په حواله چې د حزب الله د ګوند مرستیال نعیم قاسم په موقتي ډول ددې ګوند د سرپرستۍ مسولیت په غاړه اخیستی.
همدا ډول هاشم صفی الدین د حزب الله د اجرایې برخې مشر بله څهره ده چې د حسین نصرالله د ځایناستي ګومان پرې کېږي.
هاشم صفی الدین د حزب الله د وژل شوي مشر حسین نصرالله د ترور زوی دی او د نوموړي زوی رضا صفي الدین نومېږي چې د ایران د سپاه پاسداران د مشر قاسم سلیماني د لور خاوند دی؛ زینب سلیماني د هاشم صفي الدین نږور بلل کېږي.
محمد یزبک د حزب الله د ډلې د اجرایه شوری بل غړی دی چې د حسین نصرالله د ځایناستي په تړاو یې ګونګسې اورېدل کېږي.
نو دا به وخت څرګنده کړي چې په دې بحراني حالاتو کې څوک د حزب د ډلۍ د رهبرۍ مسؤلیت ته اوږه ورکوي؟