Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جگړه‌ییزو گډو زده‌کړو له قومندانۍ څخه ۹۸۵ تنه سرتېري فارغ شول
    افغانستان

    د حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جگړه‌ییزو گډو زده‌کړو له قومندانۍ څخه ۹۸۵ تنه سرتېري فارغ شول

    صابر افغانصابر افغان1 اپریل 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ملي دفاع وزارت وايي، د تعلمیاتو او پروسونل معاونیت اړوند د حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ییزو گډو زده‌کړو له قومندانۍ څخه د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو ۹۸۵ تنه ځوان منسوبین له څلورو میاشتو عقیدوي، پوځي او مسلکي زده‌کړو د تر لاسه کولو وروسته فارغ شول.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د فراغت په دغه مراسمو کې گڼو دولتي چارواکو هم گډون کړی وو او فارغ شوو سرتېرو ته یې سپارښتنه وکړه، چې خپلو دندو ته پام وکړي.

    د چارو ادارې لوی رئیس نورالحق انور وویل، د دُښمن د مقابلې لپاره اعداد ته اړتیا ده او موږ باید پرمختللې وسلې ولرو، تر څو دُښمن ور باندې مات کړو او خپله ازادي وساتو.

    نوو فارغ شوو سرتېرو هم ژمنه وکړه، چې د هېواد هر گوټ کې دندې ته چمتو دي.د یادونې وړ ده، په دغه فارغ شوو سرتېرو کې ۳۵۰ تنه د پنجشېر او بغلان ولایتونو څخه جذب شوي وو.

    د ملي دفاع وزارت په یو بل خبر کې ویلي، د میدان وردگو پینځمې لوا له لوري ۳۱ عرادې بېلابېل ډوله وسایط ترمیم او گټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.

    په دغو وسایطو کې ۱۳ عرادې هاموي ټانگونه، ۵ عرادې انټرنېشنل موټر، ۱۰ عرادې څلور ټایره موټر سایکلونه، یوه عرادي ټانکر، یو عراده کرینگ او یو امبولانس شامل وو.

    اوسمهال د ملي دفاع وزارت اړوند روزنځایونو کې زرگونه سرتېري په مسلکي زده‌کړو بوخت دي، چې نږدې هره اوونۍ ترې لسگونه ځوانان فارغېږي او پر ځای یې نوي ځوانان جذبېږي.

    مخکینۍ مقالهکورنیو چارو وزارت: په ۹ ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۳۲ تنه نیول شوي
    راتلونکي مقاله ننګرهار: د کانال ریاست مسؤلین وایي، چې په راتلوونکو درېیو کلونو کې به دغه ولایت د غنمو له پلوه ځان بساینې ته ورسېږي

    مربوطه لیکنې

    متقي پر افغان خاورې د پاکستاني رژیم بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو له مرستیالې سره خبرې کړي

    24 فبروري 2026

    يوناما د پاکستاني رژيم بريد کې د ښځو او ماشومانو مرګ‌ژوبله تاييد کړې

    24 فبروري 2026

    پاکستاني رژيم ته د ملي دفاع وزارت خبرداری؛ د مناسب او حساب شوي ځواب په تمه شئ

    22 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 25 فبروري 2026

    خیالي یووالی؛ سیاسي – تبلیغاتي نمایش او ناکامې هڅې

    څو میاشتې وړاندې، له هېواد څخه تښتېدلو سیاسي څېرو تر یوې نمایشي مجازي غونډې وروسته…

    متقي پر افغان خاورې د پاکستاني رژیم بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو له مرستیالې سره خبرې کړي

    24 فبروري 2026

    يوناما د پاکستاني رژيم بريد کې د ښځو او ماشومانو مرګ‌ژوبله تاييد کړې

    24 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    خیالي یووالی؛ سیاسي – تبلیغاتي نمایش او ناکامې هڅې

    25 فبروري 2026

    متقي پر افغان خاورې د پاکستاني رژیم بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو له مرستیالې سره خبرې کړي

    24 فبروري 2026

    يوناما د پاکستاني رژيم بريد کې د ښځو او ماشومانو مرګ‌ژوبله تاييد کړې

    24 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،108 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،061 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،121 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.