لیکوال: سائس سعیدي

د ځینو هېوادونو چارواکي کله کله وايي چې د خراسان څانګې داعش مرکزونه په افغانستان کې دي او دا کار د سیمې او حتی نړۍ لپاره ګواښ بلل کېږي.
دا ښه ده چې حقیقت له افواه څخه جلا او پاک کړو، هغه داسې چې آیا د خراسان څانګې داعش مرکز په حقیقت کې په افغانستان کې دی؟ او که د ځینو هېوادونو د چارواکو د څرګندونو موخه د سیاسی موخو ترلاسه کول دي!؟

لویدیځ په منځنۍ اسیا کې له خپلو وزرونو (پاکستان او تاجکستان) سره په دې لټه کې دی چې په دې سیمه کې د تور لاش خور (داعش) وزرونه وغوړوي او غواړي هغه په ​​ختیځ کې د ګډوډۍ او ناامنۍ لامل وګرځوي، په ځانګړې توګه د چین او روسیې لپاره یو قوي ګواښ ترې جوړ کړي.

دا څو څو ځله په قانع کوونکو او ښکاره دلایلو سره ثابته شوې ده چې هغه هېوادونه چې په منځنۍ اسیا کې داعش پیاوړی کوي، د داعش لپاره روزنیز مرکزونه برابر کړي او د داعش لیکو ته یې د خپلو پوځي قوماندانانو په لېږلو سره د داعش تنظیم او تحرک کنټرول کړی دی، د داعش په رنګولو سره خپل اساسي سیاسي اهداف تر لاسه کوي او د سیمې هیوادونه په ښکاره پوهېږي چې داعش په هغو هیوادونو کې دی چې د امریکا په ملاتړ ولاړ دي، خو بیا هم داسې څرګندونې کوي چې د لویدیځ له خولې څخه راوځي چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې ځالې لري.

د سیمې د هېوادونو د څرګندونو د ښه په دقت څېړلو سره پرته له دې چې دغه هېوادونه په دې پوهېږي چې داعش د امریکا ملاتړو هېوادونو کې مرکزونه لري، دې حقیقت ته رسېږو چې داعش د دغو هېوادونو لپاره ګواښ نه، بلکې د خپلو سیاسي غوښتنو د تحقق لپاره په یو فرصت بدل شوی دی.

په همدې مینځ کې ځینې هیوادونه (چین او ایران) د دې خبرې په تکرارولو سره چې (د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې ځالې لري) د امتیاز اخیستلو په لټه کې دي او غواړي له دې لارې خپل سیاسي او اقتصادي اهداف په اسلامي امارت ومني، او ځینې نور بیا (روسیه) چې داعش د سیمې لپاره ګواښ ګڼي، له نورو هېوادونو (تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او قزاقستان) څخه د امنیتي امتیاز اخیستنې په لټه کې دي، نو ویلای شو چې داعش په افغانستان کې د اسلامي امارت په قاطعه مبارزه کې له منځه تللی دی.

او نن سبا د افغانستان له خاورې څخه سیمې ته کوم ګواښ نه دی متوجه او د دغه هېوادونو د چارواکو دا څرګندونې د دوی د وېرې او هراس له امله زیاتې دي، دوی له دې فرصت څخه د سیاسي استفادې په لټه کې دي، چې د دوی په اند د خپلو سیاسي هیلو د تحقق لپاره یو زرین فرصت دی.

له همدې امله موږ دغو هېوادونو ته په کلکه وايو چې اسلامي امارت به په دې چلونو هېڅ هېواد ته باج نه ورکوي؛ له همدې امله غوره ده چې د هغو کتنو پر ځای چې د افغانانو د ملي ګټو خلاف وي، د برد برد سیاست (دوه مخې سیاست) ته مخه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version