کله چې په وزيرستان او سوات کې د پنجاب حکومت او ملېشو په پښتنو قتل عام شروع کړ او ورځ تر بلې پښتانه وټکول شول، کورونه يې وران او سړي يې تري تم او ورک شول نو هيچا غږ و نه کړ حتی هغو هم چې د پښتنو په نوم يې سياست او حکومت کاوه.
په پاکستان کې د پښتنو وژل، ټکول او ورکول څه نوي کيسه نه وه، بلکې د پاکستان له جوړېدو دا کار روان وو او د دې بېلګې هره هفته او مياشت په خبرونو او اخبارونو کې ليدل کېدلې.
دغسې حالت کې څه پښتانه را ټول او فکر يې وکړ چې موږ ته پاکستان بېخي د انسانانو په نظر نه ګوري او نه هغوی موږ ته پاکستانيان وايي نو د پښتنو د را بيداره کولو او خپل حق او شناخت پېژندلو لپاره ېې هلې ځلې شروع کړې.
له تېرو څو مياشتو په پاکستان کې د پي ټي ايم لخوا د پښتون قبايلو يوه لويه جرګه را وبلل شوه او د هغوی شعار دا وو چې موږ به خپله فيصله کوو.
د پښتنو را بلل شوې جرګه د څه لپاره؟
د پښتنو او قبايلو دا را بلل شوې جرګه د دې لپاره ده چې تر څو وکولی شي په هغه څه بحث وکړي چې اصلاً هیڅ بحث پرې نه دی شوی یا هم هغه څه ملت ته وړاندې کړي چې نا خبره او ترې پټ ساتل شوي.
جرګه درې ورځې دوم کوي او ويل کېږي چې په اولنيو دوه ورځو کې به د پښتنو په ځمکه د پنجابي پوځ ظلم او زياتی هر هغه څه پښتون او څیړنوال ته ور وښيي چې په تېرو درې لسيزو کې پښتنو سره شوي.
د جرکې وړانډيزونه او غوښتنې:
احتمال شته چې په دغه جرګه کې د جرګې ګډونوال د پاکستان له حکومت څو غوښتنې وکړي، لکه:
- پښتنو ته عينا هغسې حقوق ورکړل شي لکه پنجاب او نورو ته چې ورکړل شي.
- د پښتنو کورونه به نور نه تالاشي کېږي.
- د پښتنو کورونه به نور نه ورانېږي.
- پښتانه ځوانان به نه لا درکه کېږي او نه به ورک کېږي.
- د پښتنو په وسائلو او معدنیاتو به نور پنجاب ټيکه داري نه کوي، بلکې دوی ته به د خپلو معدنياتو حساب ورکول کېږي.
- د پښتنو په سيمو کې به پنجابيانو حکومتي چارواکي نه ګمارل کېږي، لکه پنجاب، سند او نورو ځايونو کې چې د هغوی خپل خلک ګمارل شوي.
- د پښتنو د سيمې امنيت به خپله قبايلو ته سپارل کېږي او هيڅ پنجابی پوځ به د امينت لپاره نه ګمارل کېږي.
- قبايلو ته له هر کال هغسې بوديجه ټاکل کېږي لکه پنجاب، سند، بلوچستان او کشمير ته چې ټاکل شوې.
- په قبايلو کې به روغتونونه، پوهنتونونه او کالجونه جوړېږي،
داسې او دېته ورته نور…
د جرګې په اړه يو له ځانه جوړه شوې اوازه او اميد:
بعضې دا فکر کوي چې جرګه کې به پښتونستان اعلانېږي، خو حقيقت داسې نه دی؛ د پښتونستان جوړېدلو لپاره په اوس وخت کې حالات نه دي مناسب، ځکه کله چې يو هيواد جوړېږي په هغه سيمه او خاوره کې ميشت ټول ملتونه او خلک په يوه خوله فکر او مبارزه مخکې ځي چې دا کار په پښتونخوا کې بېخي نه ليدل کېږي، ځکه پيښور، مردان او چار سده خپله د پاکستان په شتون خوښ دي.
اصلاً د پښتوانخوا پښتانه خپلو کې نه دي جوړ او نه په يوه خوله دي، نو څنګه کولی شي په داسې تيت پرک او اختلاف ډک حالت کې يو ځانته مستقل څه اعلان او جوړ کړي؟
بيا هم که پښتونستان جوړېږي نو د ستر قوم بلوچو سره به څه کوي؟ ځکه هغوی خپله د يو ستر بلوچستان پلان لري.
د جرګې سره تړلې وېره:
دا جرګه کېدای شي د پښتنو لپاره څه يا ډيرې لاسته راوړنې ولري لکه هغوی پاکستاني بلل، هغوی له اولنيو حقوقو برخمن کېدل او نور… خو تر ټولو لويه وېره دا ده چې د دې جرګې له لارې به دا دوه کاره وشي:
١. يو د پاکستاني طالبانو مخنيوی او د سيمې امنيت قبايلو ته سپارل.
٢. د ډيورنډ فرضي کرښه رسمي کېدل.
ځکه که دغه قبايل په ډيورنډ فرضي کرښې بحث و نه کړي او و وايي چې موږ ته اولني حقوق راکړئ يا موږ پاکستاني حساب کړئ نو بيا د ډيورنډ فرضي کرښې غوښتنه او لانجه سړه کېږي او دا ځکه چې په ډيورنډ فرضي کرښې پراته خلک خپله ځان د پاکستان برخه بولي او دغه کرښې ته هيڅ کوم ارزښت نه ورکوي او دغسې پاکستان په راتلونکې کې دا دعوه کولی شي چې په کرښه پراته قومونو هيڅ وخت د ډيورنډ مخالفت نه دی، بلکې ځانونه يې پاکستانيان بللي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.