په دې وروستیو کې د مقاومت په نوم د خیالي ډلې په منځ کې اختلافاتو، د واک په سر سیالۍ او شخصي رقابتونو ورځ تر بلې زور نیولی دی. یادو اختلافاتو او شخصي رقابتونو ته په کتو جوتیږي چې ښایي ژر مقاومت جبهه منحل او په بشپړه توګه له منځه لاړه شي.
که څه هم د مقاومت جبهې له خوا په افغانستان کې د سرپرست حکومت په وړاندې د خیالي وسلوالو بریدونو خبرداري او وخت نا وخت په کابل او یو شمېر نورو ولایاتو کې د چریکي بریدونو ادعاوې هغه څه دي چې نړۍ ته یې د خپل ځان مطرح ښودلو په خاطر په مسلسله توګه آنلاین خپروي.
خو تر دې دمه لا هم سیمه ییز او نړۍوال هیوادونه دې نتیجې او باور ته نه دي رسېدلي چې ګواکې مقاومت جبهه دې د سرپرست حکومت په وړاندې د عمل ډګر ته ښکته شوې وي او یا دې سرپرست حکومت ته یو جدي خطر وبلل شي.
د نړۍوالو په باور مقاومت جبهه د خیالي بریاوو په جوړولو او د افوهاتو د خپرولو له لارې غواړي د خلکو ذهنونه اشغال کړي او خپل ناکام سیاستونه بریالي وښيي.
د دوی په آند مقاومت جبهه د خپل سیاسي دریځ د تقویې په پار د خلکو توجه له واقعیتونو څخه ګرځوي او په دې توګه غواړي تر څو پر نړۍوال سټېج خپل سیاسي موقف ته (کوم چې له انزوا سره مخ دی) د نجات لار هواره کړي.
د دې تر څنګ د مقاومت جبهې د رهبرۍ دننه مالي فساد، د امتیازاتو وېش او شخصي ګټې پالل د جبهې د غړو تر منځ د سیالۍ یوه بله پیل شوې لوبه ده، کوم چې په دې وروستیو کې یې خورا ژور رشد پیدا کړی دی.
د احمد مسعود او امرالله صالح تر منځ د جبهې پر مشرۍ او د امتیازاتو د وېش له کبله جبهه په دوه برخو وېشل شوې ده.
د یوې برخې چې مقاومت جبهه یادیږي ټول واک احمد مسعود انحصار کړی دی او د بلې برخې «روند سبز» چې دمګړی یې د تأسیس هڅې ګړندۍ شوې دي، مشرۍ ته یې امرالله صالح سینه غوړولې ده.
هغه پیسې چې د بهرنیو استخباراتو له خوا دوی ته ورکول کېږي، ټولې د مقاومت جبهې د مشرتابه او د احمد مسعود د نږدې خپلوانو شخصي جیبونه ته جمع کېږي چې په بدل کې یې په جبهه کې شخصي رقابتونو زور نیولی دی.
څه موده وړاندې هم د هندوکش غږ له خوا د جبهې د خپل منځي اختلافاتو، شخصي رقابتونو، شخړو او لانجو په تړاو اسناد او غږیز کلیپونو خپاره شوي وو؛ له یادو غږیزو کلیپونو جوتیږي چې په جبهه کې پراخ فساد، شخصي رقابتونه او ژور اختلافات تر حد اوښتي دي.
هېره دې نه وي چې ځینې سیمه ییز استخباراتي ارګانونه لا هم د مقاومت جبهې پټ ملاتړ کوي، خو سیاسي شنونکي او یو شمېر د ټولنیزو رسنیو فعالان دا ملاتړ د مقاومت جبهې د سیاسي موقف ناکامي او ضعف ګڼي، د دوی په آند د بهرنیو استخباراتي ادارو له خوا د مقاومت جبهې ملاتړ د کورنیو جګړو زمینه سازي او د مخالفتونو له لارې پر سرپرست حکومت خپل اغېز زیاتول دي.
دغه راز په تاجکستان، ایران او ویانا کې د جبهو د غړو خپل منځي اختلافات د تش په نوم مقاومتونو د لا انزوا سبب ګرځېدلي دي. د ویانا ناستې ته په کتو چې اصلي موخه یې په بهر کې جوړې شوې ډلې او جبهې راټولول او د هغوی هڅول وو، تر څو خپل منځي اختلافات پای ته ورسوي او یوې هوکړې ته سره ورسېږي، د دې لامل شول چې امرالله صالح د روند سبز په نوم د جلا فعالیت د بنسټ هڅې ګړندۍ کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.