عبدالرؤوف ابراهيمي د ازبکانو له مشرۍ د دوستم د لرې کولو په لټه کې!
هندوکشغږ څو ورځې وړاندې له يوې مؤثقې منبع څخه معلومات ترلاسه کړي وو چې احمد مسعود د مقاومت شوری او له سياسي صحنې څخه د دوستم د حذف کولو په لټه کې دی، هغه مسکو ته په خپل سفر کې له روسانو سره په دې اړه خبرې هم کړې وې او د دوستم ځينو نږدې کسانو او قومندانانو ته يې په پټه بلنې هم ورکړې وې تر څو له دوستم څخه جدا شي.
همداراز په تېره سپتمبر مياشت کې د احمد شاه مسعود د وژل کېدو په تلين کې هم احمد مسعود د دوستم په اړه خپله بې تفاوتي څرګنده کړې وه چې د دوستم له سخت غبرګون سره مخ شوه تر دې چې مقاومت جبهې، د پنجشېر درې او په اشاروي ډول يې پر احمد شاه مسعود هم نيوکې وکړې چې د پنجشيري ګري فکر په اساس مخ ته ځي او د ده په وينا چې په تېر وخت کې او اوس هم دا يوه ناکامه تجربه ده.
احمد مسعود چې اوس د دوستم د وروستي سخت غبرګون او مخالفت له امله ظاهراً له ډېر نرمښت او احتياط څخه کار اخلي، خو هندوکشغږ ته د رارسېدلو دقيقو معلوماتو په اساس احمد مسعود له خپلو نږدې کسانو سره په يو مجلس کې دوستم او د مقاومت شوری ځينې نور کسان سوځېدلې مهرې او له کاره لوېدلي کسان بللي دي او خپل کسان يې هڅولي دي چې له دوستم څخه دې د هغه د نږدې کسانو د راجدا کولو هڅې تيزې کړي.
په تازه اقدام کې د احمد مسعود او مقاومت جبهې له خوا د تېر پرځېدلي جمهوریت د پارلمان د رئيس عبدالرؤوف ابراهيمي سره اړيکه نیولې او هغه يې دې ته هڅولی دی چې د ازبک قوم لپاره دې د دوستم پر ځای د يو بل مناسب کس د ټاکلو په برخه کې خپلې هڅې چټکې کړي او هغه ته يې د هر ډول حمايت او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
هندوکشغږ ته له مؤثقو سرچينو معلومات رسېدلي چې څه موده مخکې په ترکيه کې عبدالرؤوف ابراهيمي د احمد مسعود په هڅونه له ځينو ازبک مشرانو او مهمو کسانو سره پټ مجلس کړی وو تر څو په دې سلامشوره وکړي چې د دوستم پر ځای د ازبک قوم د مشرۍ لپاره يو بل مناسب کس وټاکي.
عبدالرؤوف ابراهيمي او ورور يې پخوا د ګلبدين حکمتيار د حزب غړي وو چې بيا وروسته دوستم ته تسليم شول او بښنه يې ترې وغوښته؛ وروسته د دوستم په لطف او د نوموړي په حمايت کې ده او ورور ته يې مختلف سیاسي او نظامي موقفونه ورکړل شول.
عبدالرؤوف ابراهيمي په تېر پرځېدلي جمهوریت کې د پارلمان رئيس پاتې شوی دی چې د غلا، فساد او نورو خيانتونو له امله هغه مهال په خلکو او سیاسي جامعه کې په غله، فاسد، اختلاس ګر او نورو نومونو پېژندل کېده.
احمد مسعود له طالبانو سره د مخالفت د ټولو سياسي او مالي امتیازاتو او حمايې د انحصار په موخه دوستم او ځينې نورې سياسي څهرې د مختلفو لارو او حتی د ځينو هيوادونو په توسط د فشارونو له لارې د سياسي صحنې څخه حذف کړي، د دې دواړو څهرو تر منځ اختلافات مختلف لاملونه او آن د احمد شاه مسعود له وخته مخينه لري لکه سياسي رقابتونه، قومي او منطقه يې توپيرونه او فکري او ايډيولوژيک توپيرونه.
احمد مسعود د خپل پلار په شان د قدرت او واک د انحصار په لټه کې دی له همدې امله په ډېرو مسائلو کې نور سیاسیون او قومونه په ځانګړي ډول دوستم او ازبک قوم له پامه غورځوي او يا يې هم د اوسنيو رهبرانو د منزوي کولو هڅې کوي، چې پر وړاندې يې ډېر حساسيتونه هم راپيدا شوي دي او دا اختلافات او حساسيتونه وخت ناوخت بيرون ته هم راوځي.