Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د سفارت غالۍ/قالینې به ولې نه خرڅوي؟!
    لیکني

    د سفارت غالۍ/قالینې به ولې نه خرڅوي؟!

    صابر افغانصابر افغان21 سپتمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    کوم وخت چې اشغالګرې امریکا او متحدینو یې پر افغانستان ناروا یرغل وکړ، له ځان سره یې افغانستان ته د مفکرینو، سیاسیونو، روڼ آندو او… په نومونو داسې څهرې را پراشوټ کړې چې اکثره خو یې افغانانو په ځلونو استفراق کړې وې، د ملت د شړلو نتېجه دا وه چې ټولې نړۍ ترټلې وې.

    ملت به یې ولې نه ترټي؟ خو نه یې اسلام او کفر معلومېده، افغانیت خو یې ځکه تر سوال لاندې وو چې د افغانستان د جغرافیې اړوند یې لا علم نه درلود، حال دا چې اقلا ګوګل خو یې باید سرچ کړی وای، د افغانستان اړوند معلومات ورته کېدل، خو له افغانستان سره طبعي نفرت یې اجازه نه ورکوله چې دومره لږ زحمت یې کښلی وای او دغه معلومات یې تر لاسه کړي وای.

    او بل اسلامي شعائرو، دیني مقدساتو او اسلامي اقدارو سره یې نابلدتیا دومره څرګنده وه چې د هېواد ماشومان یې لا پر څرګندونو او کارنامو خاندې، د مثال په توګه ځینو به ویل: “افغانستان کې امریکایان شهیدان(؟) شول”.

    ځینو به د امت په اسلافو لکه شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله تعالی و غیره، بالاخر د قرآن‌کریم په ایاتونو رشخند واهه او ځینو یې د جنازې په لمانځه کې رکوع کوله.

    الغرض!

    دومره لوی لوی مفکرین(؟) یې له ځان سره راته را وارد کړل چې د خپل فکر له مخې یې مقرره عبادتو کې ترمیم شروع کړ، ویل به یې: د ورځې مې مسجد حرام کې تهجد کاوه، په جنازه کې رکوع یې هم یو مثال بلل کېدای شي و غیره و غیره…له عباداتو سره یې نابلدتیا دومره علني وه، حتی خرم په خپل کتاب کې د نړۍ په کچه دوهم مفکر(؟) اړوند لیکي:”کله چې جمهوري ریاست ټاکنو ته کاندید کېده، په هغه ورځو کې یې لمونځ پیل کړ، د ماشومانو په شان به یې لمونځ کاوه، لکه ماشومان چې اول وار پر لمانځه ودرېږي، هاخوا دېخوا ګوري، مفکر صیب به هم هاخوا دېخوا کتل”.

    امریکا له ځان سره هغه وطن فروشان، ضمیر فروشان، لوټماران او د طبعي زیرمو غله راوستل چې د ا.ا د وړاندینۍ واکمنۍ دمخه یې د افغانستان شتمني لوټ کړې وه، د هېواد ملي شتمني یې پر ګاونډیانو د متاع قلیل په عوض کې وپلورله.

    دومره یې دې غلا ته مټي را بډ وهلې وې چې نوي ټانګونه او نور پوځي وسائط به یې ټوټې ټوټې کړل، کباړ به یې ترې جوړ کړ، همسایه ګانو باندې به یې پلورل، حالانکې د افغانستان شتمني د سرونو په بدل کې له یرغلګرو روسانو څخه ولجه شوې وه.

    د دغو وطن فروشانو د خیانت او لوټمارۍ کیسې دومره دردوونکې دي، چې من حیث افغان یې اورېدل د هېڅ کس لپاره قابلِ برداشت نه دي.

    لنډه دا چې: دغه لوټماران زموږ پر هېواد باندې دوه لسیزې مسلط شوي وو، چې څومره یې په توان کې وو، هغومره غلاوې، خیانتونه، ظلمونه یې وکړل؛ کله چې یې باداران زموږ له هېواد څخه وشړل شول، دوی هم د ګربۀِ مسکین په شان مړه غوږونه ورسره لاړل.

    اوس تازه د ا.ا د بهرینو چارو وزیر ملت ته د حساب ورکولو پروګرام په څنډه کې د همغه شر خوښوونکو چې په بهرینو هېوادونو کې افغان سفارتخانو کې د جمهوریت مهال مېخ شوي وو، اړوند ویلي دي چې؛ لوټمارانو د سفارتونو د موټرانو خرڅولو سربېره د سفارتونو غالۍ/قالینې لا پلورلې دي.

    ولې به داسې شرموونکې کړنې نه تر سره کوي، ځکه دوی له همدغه غلو، لوټمارانو، مفکرینو سره را لوی شوي او د دوی په تربیه، تربیه شوي دي، بلکې اکثره یې د دغه غلو ګټې پالونکي دي؛ غل خو به غل زېږوي، لکه چې شیخ سعدي رحمه الله تعالی فرمایي:”عاقبت ګرګ زاده ګرګ شود / ګر چه با ادمي بزرګ شود.

    مخکینۍ مقالهد شمال د ډبرو سکرو له کانونو څه باندې یو میلیارد افغانۍ عاید تر لاسه شوي
    راتلونکي مقاله له افغانستان سره د شر او فساد ډلو ناځوانۍ او ظلمونه! (٣)

    مربوطه لیکنې

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025

    دا مقاومت دی که مزدوران؟ د امریکایي هډې لپاره د داخلي پلور لېوالتیا

    12 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 13 مې 2025

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،932 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،862 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،849 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.