Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد د لارویانو ترمنځ د ګټو ټکر هغه څه دی چې دوی یې سره پاشلي دي!
    لیکني

    د شر او فساد د لارویانو ترمنځ د ګټو ټکر هغه څه دی چې دوی یې سره پاشلي دي!

    صابر افغانصابر افغان17 سپتمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د مقاومت په نوم یوې ناکامې جبهې د تېرو انلاین ناکامو غونډو په دوام بیا انلاین غونډه کړې او په کې یې د دوی په خبره د وسله وال مقاومت او یو تبعید شوي حکومت د جوړېدو خبره کړې ده.

    ۲۳ کاله وړاندې همدغه د شر او فساد لارویانو د بهرنیو په ملاتړ واک ته ورسېدل؛ هر ډول امکانات یې په واک کې وو، نظامي او بهرنی سیاسي ملاتړ یې درلود، خو د طالبانو له اوږد او تاریخي مقاومت وروسته یې له افغانستانه پښې سپکې کړې.

    دوی له طالبانو سره شل کلنه جګړه کې د ټولو امکاناتو لرلو سربېره سخت پاتې راغلل؛ په داسې حال کې چې دوی اوس په افغانستان کې هیڅ فزیکي حضور نه لري او نه هم په داخل او نه بهر کې د چا ملاتړ لري، خو بیا هم د جګړې فکر لري او په دې غلط فهمۍ او خوش باورۍ کې دي چې ګنې دوی به په انلاین ډول وکولی شي د طالبانو پر ضد متحد، جګړه به پیل او طالبان به مات کړي.

    تېره شپه د عبدالرشید دوستم خبرو وښوده چې د دوی تر منځ سخت او شدید اختلافات موجود دي او د دوی تر منځ د قومي لیدلوري، قومي ګټو، او قومي وېش موجودیت هغه څه دي چې ثابتوي چې دوی به هیڅکله د طالبانو پر ضد متحد نه شي.

    په تېر کې د دوی تر منځ تربګنیو، د کابل جګړو، د یو بل وژلو او تر منځ یې بې باوریو ته په کتلو داسې نه ښکاري چې دوی به د طالبانو پر ضد یوه متحده جبهه جوړه کړي او یوه خوله به شي.

    د مقاومتیانو تر منځ د ګټو ټکر هغه څه دي چې دوی یې لرې ساتلي او امکان نه لري چې په یوه دسترخوان به راټول شي.دوی هسې خپله انرژي مصرفوي او لکه د امارت تېري واکمنۍ کې یې چې هڅو کومه فایده نه وه کړې، دا ځل به یې هم راټولېدنې او خبرې هیڅ ګټه و نه کړي او لکه د تېر ځل به دا ځلې هم ناهیلي او ناکام شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد هېواد په زونونو کې کرنيز کمپلکسونه جوړېږي
    راتلونکي مقاله بلخ کې د اوبو ۹ چکډیمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

    مربوطه لیکنې

    سمیع سادات؛ له جګړې د پاکستان تر غېږې

    20 اگست 2026

    جمهوریت؛ په افغانستان کې د وارداتي نسخې په توګه

    19 اگست 2026

    اسلام‌ آباد ته د زړو مهرو سفر؛ آیا دا د یوه نوي پړاو پیل کېدای شي؟

    18 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 20 اگست 2026

    له ایران سره په جګړه کې ۷۵۷ امریکايي سرتېري ټپیان شوي

    تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د جګړې وزارت په تازه شمېرو کې…

    افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا هوکړه کړې

    20 اگست 2026

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: له ایران سره خبرې د وخت ضایع کول دي

    20 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    له ایران سره په جګړه کې ۷۵۷ امریکايي سرتېري ټپیان شوي

    20 اگست 2026

    افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا هوکړه کړې

    20 اگست 2026

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: له ایران سره خبرې د وخت ضایع کول دي

    20 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،176 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،125 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،244 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.