Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»پر ملي پروژو د شر او فساد د لارویانو خفګان او مایوسي!
    لیکني

    پر ملي پروژو د شر او فساد د لارویانو خفګان او مایوسي!

    صابر افغانصابر افغان18 سپتمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    کله چې د قوشتیپې کانال د بلخ په کلدار ولسوالۍ کې د ا.ا د رئیس الوزراء مرستیال ملا عبدالغني برادر لخوا افتتاح شو د دې حیاتي پروژې په ضد ځینې غبرګونه منځ ته راغلل او غبرګونونه هم د شمالي ټلوالې د شر او فساد مخکښانو وښودل.

    ضیا مسعود، ولي مسعود، احمد مسعود، عطا نور او ګڼو نورو د دوی صاحب نظرانو دا ملي پروژه یوه دسیسه وبلله.

    دوی تور پورې کړ چې طالبان له خیبر پښتونخوا او پیښور څخه دلته پښتانه راولي او د ازبکانو، تاجکانو او ترکمن وطندارانو ترمنځ یې ځایوي.

    چې په دې پښتنو کې لشکر طیبه، القاعده، لشکر جنګوي او تحریک طالبان پاکستان پورې مربوط خلک شامل دي او طالبان غواړي له شمال څخه دویم وزیرستان جوړ کړي.

    دغو پردیپالو په ډېر بې شرمانه ډول وویل که د قوشتیپې کانال تطبیق شي نو د ازبکستان او ترکمنستان په صنعت به خورا بدې اغېزې پرېباسي، همدا ډول به د ترکمنستان او تاجکستان په کرهڼه ډېر منفي اغېز ولري، افغانستان به هغه غنم چې واردوي د غنمو په صادرونکي هېواد تبدیل شي.

    موده پس د تاجکستان رسنیو هم د قوشتیپې ضد خپرونې پېل کړې، د افغانستان په تړاو یې بد ذهنیت خپراوه او د قوشتیپې په اړه به بار بار همدا بیان مخې ته راتلی چې طالبان کانال جوړوي که بحر جوړوي؟بیا یې د سالنګونو د جوړولو چارې مسخره کړې، خو افغان حکومت د چا د نیوکو پروا ونه ساتله، د سالنګونو چارې یې هم بشپړې کړې.

    څو ورځې وړاندې د هیواد د رئیس الوزراء له لوري د ټاپي پروژې پرانسته په ترکمنستان کې وشوه، همدې بدنامو کړیو په رسنیو کې غوغا پیل کړه چې دا یې پنځمه او شپږمه افتتاح ده چې کېږي مګر دا پروژه نه شي تطبیقولی؛ د دې پروژې د نه تطبیق په تړاو یې د سیمه ایزې اجماع د نشتون، د امریکا او روسیې او چین ترمنځ ناسالم رقابتونه یاد کړل.

    خو طبعا هره ملي او حیاتي پروژه چې تطبیقېږي فرصتونه او ننګونې دواړه لري، مګر چلنجونه به د بحران د مدیریت په اساس مدیریت کېږي؛ ښایي بحرانونه کم او فرصتونه ډېر وي، د ټاپي پروژې فرصتونه ځکه ډېر دي چې پاکستان، افغانستان او هند ګازو ته نهایت اړ دي او د ترکمنستان لپاره اقتصادي فرصت دی.

    د شاهي کانال چې لغمان کې موقیعت لري د 1403کال د سنبلې پر ٢٥مه افتتاح شو، یو شمېر د همدې کټګورۍ شرارتیانو وغندله، ویل یې چې لغمان کرنیزه ځمکه لږ لري او دا کانال په دومره مصارفو نه ارزي.

    کانالونه که بېخي ځمکې خړوب هم نه کړي د نهالونو د زرغونېدو برسېره د اوبو سطحه لوړوي، د تودوخي په کمېدو کې مرسته کوي، کاربن دای اکساید راکمېږي او د اکسیجن ګراف لوړېږي، په کوهیانو کې د اوبو رګونه غوړېږي چې دا خپله د ځمکې په ابادي د خلکو په روغتیا او سرسبزۍ کې خورا بې بریده مثبته اغېزه کوي.

    موږ به کار کوو پرديپال د شر او فساد ډله دې شرارتونه کوي، هغوی ته بې له چیغو او نیوکو نور څه نه دي پاتې؛ ولس به خپل نظام ته تکیه وي او نظام به په توکل د خدای لویې او حیاتي پروژې تطبیقوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهلوګر کې د پوهنې اړوند ۳۲ پروژې پيل شوې
    راتلونکي مقاله له بلخ څخه ۲۵۰ټنه کچالو د افغانستان او ازبکستان ګډ بازار ته صادر شوي

    مربوطه لیکنې

    پر بهرنیانو تیکه کوونکي مخالفین؛ زوړ فکر او نوي واقعیتونه

    11 اگست 2026

    د پلار او زوی نیابتي تسلسل؛ د مقاومت ډلې د استخباراتي اړیکو تاریخ

    10 اگست 2026

    د افغانستان د بې‌ ثباته کولو لپاره د پاکستان د جبهو پروژه؛ یوه خامه تمه

    10 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 11 اگست 2026

    مالي کې د پوځ پر یوې اډې د القاعدې برید ۱۰ سرتېري وژلی

    بریتانوۍ رسنۍ انډپنډنټ راپور ورکړی، چې د مالي په مرکزي سیمه کې د سان ښار…

    کولمبيا کې ۷.۴ درجې زورورې زلزلې شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    11 اگست 2026

    مولوي عبدالسلام حنفي د هرات د مرکزي زندان او ماشومانو د اصلاح د مرکز وضعیت ارزولی

    11 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    مالي کې د پوځ پر یوې اډې د القاعدې برید ۱۰ سرتېري وژلی

    11 اگست 2026

    کولمبيا کې ۷.۴ درجې زورورې زلزلې شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    11 اگست 2026

    مولوي عبدالسلام حنفي د هرات د مرکزي زندان او ماشومانو د اصلاح د مرکز وضعیت ارزولی

    11 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،175 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،121 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،241 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.