درېیمه او وروستۍ برخه!
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
٤. افغان پلورنه:
دوی د هېواد د طبعي زېرمو په لوټلو عادت شوي سړي خواره د وطن څخه د شړل کېدلو وروسته یو بد حالت ته تللي او حیران دي، چې د افغانانو په سرونو خپل تجارت څنکه دوامدار وساتي!؟
د دې کار د ترسره کولو لپاره یې په سوشل میډیا کې د ځوانانو د بې لاري کولو لپاره عجیب او غریب نشرات پیل کړې دي، چې ډېری خالي الذهنه ځوانان یې په لومو کې نښلي، دوی ورته وایي: خارج ته ځانونه چې له هرې لارې وي، را وباسئ تر څو دلته درته کېسونه برابر او د ښه ژوند څښتنان مو کړو؛ په داسې حال کې چې دوی خپله په یو بد حالت کې قرار لري.
په دې وروستیو کې اوکراین ته کرایه شویو عسکرو د لېږلو له یو مشر سره سمیع سادات د هغو افغانانو خبره کوي، چې له وطن تللي او په قصدي ډول په یوه بد حالت کې ساتل شوي دي.
سمیع سادات د یادې قراردادي جنګي کمپنۍ له مشر سره د یو افغان معاش د میاشتې په شپږ زره ډالر ټاکي او د ټول قرارداد معاش ترې په لومړۍ میاشت کې غواړي.
د دې تر څنګ د شر او فساد ډلې د مقاومت خیالي جبهه د نورو استخباراتي ادارو تر څنګ د آی ایس آی سره هم د کار کولو تړون کړی دی، چې یو جاسوس یې افغان امنیتي ځواکونو څه موده وړاندې په تخار ولایت کې ګرفتار کړ، چې ډېری شواهد او اسناد ترې تر لاسه شوي دي.
په تر لاسه شویو شواهدو او اسنادو کې دا خبره څرګنده ده، چې د مقاومت د خیالې جبهې غړي د آی ایس آی او له داعش سره په یو ځای د افغانستان د نا امنه کولو پلانونه جوړوي.
د شر او فساد ډله د خپل رنګ په تغیرولو سره د داعش له ادرسه چې پخوا یې هم کارونه همدوی پر مخ وړل راوځي او خپلو شومو اهدافو ته کار کوي چې د آی ایس آی لخوا د افغانستان مرکزي ولایاتو او په واخان کې د ناامنۍ د راوستلو جدي سپارښتنې ورته شوې دي.
په ټوله کې د شر او فساد ډله په هیڅ صورت نه غواړي چې په افغانستان کې دې امن، سوکالي او د طبعي زېرمو لوټل نه وي، د همدې لپاره له هرې لارې کار اخلي تر څو د خپل رهبر احمدشاه مسعود لار تعقیب کړې وساتي او هر يو ځان د هماغه په څېر میلیونر کړي.
پای