په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځل حاکمیت سره د شر او فساد یو شمېر ډلو په فعالیت پیل وکړ. دا ډلې چې په افغانستان کې د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د یو شمېر سیاسیونو او پوځي مشرانو لخوا رامنځ ته شوي وې، په ښکاره د طالبانو په ضد شعار ورکوي، خو په حقیقت کې د افغانستان د نا امنه کولو لپاره فعالي شوي دي. د دغه ډلو مشران د خپل حاکمیت پر مهال هم په پراخ فساد ککړ وو او د بهرنیو یرغلګرو د لاسپوڅو په حیث یې دندې ترسره کولې.
یادو ډلو د ۱۴۰۰هـ ش کال په وروستیو او د اسلامي امارت د واکمنۍ په لومړیو کې د پنجشیر او اندراب په ځینو غرنیو سیمو کې نظامي مقاومت ترسره کاوه، خو د افغان حکومت له لوري تر ځپل کېدو وروسته لږ برخه تاجکستان ته وتښتېدل او پاتې یې بیا اروپا او امریکا ته لاړل او له هغه ځایه په افغانستان کې د شر او فساد د رامنځته کولو په پار رسنیز فعالیتونه کوي او افواهات خپروي.
د شر او فساد ډلو فعالیت په لومړیو کې د پام وړ و. د دوی تش په نوم مقاومت هغه مهال د نړیوالو رسنیو ګرمه سوژه وه. د پنجشیر یو شمېر هغه وګړي چې له طالبانو سره د شر او فساد د ناسمو تبلیغاتو له امله مخالف وو، له شر او فساد سره ودرېدل، چې د دوی داخلي ملاتړ بلل کېده. کله چې طالبان پر ټول هېواد حاکم شول او د هر هېوادوال خدمت ته یې له توپیر پرته را ودانګل، نو د طالبانو په اړه عامه اذهان تغیر شول او له شر او فساد څخه یې لاس واخیست. چې له دې سره د شر او فساد داخلي ملاتړ صفر ته را ښکته شو او په افغانانو کې په عامه توګه په شر او فساد جوړونکو مشهور شول.
سیاسي خوځښتونه عموماً هغه وخت د پرمختګ پر خوا ځي، چې یا هم قوي داخلي ملاتړ ولري او یا هم له پراخ بهرني ملاتړ څخه برخمن وي. د شر او فساد ډلو د داخلي ملاتړ په اړه مو مخکې یادونه وکړه، چې اوس د صفر په درجه کې دی. خو په نړیواله کچه هم د شر او فساد لپاره پراخ او قوي ملاتړ شتون نلري. تاجکستان، امریکا، فرانسه او د اروپایي اتحادیې ځینې هېوادونه د شر او فساد لپاره بهرني ملاتړ کوونکي ګڼل کېدل، خو د دوی د فعالیتونو پیکه کېدل دا په ډاګه کوي چې بهرنی ملاتړ یې له لاسه ورکړی دی؛ دا ممکن د هغوی لخوا پر دوی د بې باورۍ له امله وي.
د څېړنې او تحلیل په یو غیر انتفاعي سازمان کې له تهدیداتو او ننګونو سره د مقابلې پروګرام مدیر جانټن شروډن هم په دې اړه یو نظر ورکړی دی، د نوموړي په وینا د ۱۹۹۰مې لسیزې په خلاف چې روسیې، ایران، هند او نورو هېوادونو د شمالي ائتلاف ملاتړ کاوه، تر اوسه کوم هېواد د یادو ډلو ملاتړ ته مخه نده کړې، چې دا د دغه ډلو پر منزوي کېدو صریح دلیل ګڼلای شو.
د شر او فساد ډلو تر منځ پراخ اختلافات چې په دې وروستیو کې لوړ حد ته رسېدلي دي، د انزوا په لور د دوی د بېولو بل لامل بلل کېږي. د شر او فساد ډلې په قومي، سمتي، مذهبي او ژبنیو موضوعاتو له یو او بل سره اختلافات پالي. د دوی ډېری اختلافات د جمهوریت له وخته هم پاتې دي، په هماغه وخت کې د سیاسي ګوندونو ډېرښت دوی له یو او بل سره مخالف کړي وو، چې تر اوسه یې لا هماغه اختلافات پاتې دي.
په پایله کې ویلای شو، چې د داخلي او نړیوال ملاتړ بایللو، خپل منځي اختلافاتو او نه همغږۍ، د شر او فساد ډلې د انزوا لور ته وړي دي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.