Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟
    لیکني

    له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟

    عمران آغاعمران آغا2 دسمبر 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp
    د جمهوري رژیم له ړنګېدو راهیسې، هره ورځ د افغانستان د نوي حکومت پر مخالفینو دایرې تنګېږي او په مقابل کې یې، نه یوازې ګاونډیو هېوادونو بلکې سیمه‌ییزو او حتیٰ اروپایي هېوادونو هم بېله تګلاره غوره کړې او د افغانستان له حکومت سره یې د تعامل لار خپله کړې ده.

    په دې ترڅ کې، د افغان حکومت هغه مخالفینو چې د جمهوریت د ړنګېدو په لومړیو ورځو کې یې په بهرنیو هېوادونو کې ښه پیرودونکي درلودل او ځینو قدرتونو د خپل خدمت لپاره استخدام کړي وو، وروسته له هغه چې دې بدنامو څېرو عجز او ناتواني ښکاره کړه او د دوی په وړاندې یې د افغانستان د خلکو، د کرکې لوړه کچه ولیده، یو په بل پسې د بې‌کاره وسایلو په څېر وشړل شوه.

    په دې وروستیو کې، تاجکستان هم چې له افغانستان سره یې د تعامل لاره خپله کړې، د نورو قدرتونو په پیروي یې د جمهوریت بدنامې څېرې له خپل هېواده شړلي دي او د دواړو هېوادونو د رسمي پلاوو ترمنځ په وروستیو لیدنو کتنو کې ویلي، چې د افغان حکومت هېڅ مخالف ته به په دغه هېواد کې د فعالیت اجازه ورنه کړل شي.

    وروسته له هغه چې هندوکش‌غږ داسې راپورونه خپاره کړل چې د مقاومت جبهه له ایران څخه پاکستان ته لېږدول شوې ده، اوس رسنۍ خبر ورکوي چې د جنبش ګوند اوسنی مشر نظام‌الدین قیصاري هم ایران پریښی دی. که څه هم د قیصاري اوسنی منزل نامعلوم دی، خو پوهان په دې باور دي چې د دې سفر پای به پاکستان ته ورسېږي.

    له ایران څخه د نوي افغان حکومت د مخالفینو د وتلو، د لاملونو په اړه ویلای شو چې دې هېواد هم په ښکاره ډول د نورو هېوادونو په څېر ګام اخیستی او غواړي له افغان حکومت سره د تقابل پر ځای، د تعامل له لارې پر مخ ولاړ شي. له همدې امله یې د پرځېدلي جمهوریت د تښتېدلو کسانو غوښتنه رد کړې او دوی یې مجبور کړي چې د ژوند لپاره بل هېواد غوره کړي.

    له بلې خوا، ویلای شو چې پاکستان له افغانستان سره د وروستیو کړکېچونو له امله، اوس د جمهوریت د پاتې‌شونو په راټولولو پسې را وتلی او هغه بدنامې څېرې چې له نورو هېوادونو شړل شوې دي، استخداموي؛ هماغه کسان چې یو وخت یې د افغانستان د خلکو ترمنځ د محبوبیت ترلاسه کولو لپاره، خپل ځانونه د پاکستان سخت دښمنان معرفي کول، اوس یې د دغه هېواد د غلامۍ طوق په غاړه کې اچولی دی.

    له تاجکستان او ایران څخه د جګړه مارانو او جمهوریت د تښتېدلو کسانو د بیړني وتلو په اړه ویلای شو چې د دې څېرو بې‌کاري، د نوي حکومت په وړاندې د دوی ناتواني، له دې خلکو څخه د افغانستان د خلکو بې حده کرکه او په پای کې له ګاونډیو، سیمه‌ییزو او نړۍوالو هېوادونو سره د افغانستان متوازنه بهرنۍ پالیسي، د دې لامل شوه چې کوربه هېوادونه د دې کسانو له خوا د زیان او تاوان پرته بل څه ترلاسه نه کړي؛ یوه داسې پروسه چې په پای کې د دې څېرو د شړلو لامل شوه.

    اوس چې جنبش ګوند هم په یو ډول خپل ځای بدل کړی او د پاکستان غېږې ته یې پناه وړې، له شک پرته ویلای شو چې د افغانستان د اوسني حکومت ډېری مخالفین د پاکستان تر سیوري لاندې راټول شوي او د پاکستان د آی‌ایس‌آی مرستې ته سترګې په لاره دي؛ له دې جملې څخه د افغانستان د معاصر تاریخ توره څېره، عبدالرشید دوستم دی، یو داسې شخصیت چې په کارنامو کې یې له فساد او تباهۍ پرته بل څه نه لیدل کېږي.

    د یادونې وړ ده چې دوستم څو کاله مخکې هم په ویاړلې توګه د دشت لیلي جنایت د تکرار خبره کړې وه؛ هغه جنایت چې په خپل ډول کې بې ساری و او د افغانستان د معاصر تاریخ یو له تر ټولو تیارو فصلونو څخه شمېرل کېږي.

    په ټولیز ډول ویلای شو چې د افغانستان د اوسني حکومت د مخالفینو، د لیکو ړنګېدو بهیر، نه یوازې د سیمه‌ییزو معادلو بدلون منعکسوي، بلکې ښیي چې د پخوانیو ناکامو جګړه مارانو او سیاستوالو له څېرو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې دوره پای ته رسېدلې ده.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهله ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟
    راتلونکي مقاله د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر، شا ولي خان هلاک شو

    مربوطه لیکنې

    یو مصنوعي او بحراني هېواد او کاغذي مقاومت څه ډول ګواښ رامنځته کولی شي؟

    20 مې 2026

    ولې تجزیه غوښتنه د حل لاره نه ده؟

    19 مې 2026

    د محقق متضاد دریځونه؛ له خراساني مفکورې د ډیورنډ کرښې تر منلو

    16 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 21 مې 2026

    ملګرو ملتونو کې د هند استازي کابل کې د روږدو درملنې پر مرکز د پاکستان بريد نسل وژنه بللې

    هندوستان ټایمز هندي رسنۍ راپور ورکړی، چې په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي…

    د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ پنځمه برخه فعاله شوه

    21 مې 2026

    د امریکا ولسمشر ټرمپ چین ته له سفر وروسته اوس د ایران پر وړاندې له سختو پرېکړو سره مخ دی

    21 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ملګرو ملتونو کې د هند استازي کابل کې د روږدو درملنې پر مرکز د پاکستان بريد نسل وژنه بللې

    21 مې 2026

    د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ پنځمه برخه فعاله شوه

    21 مې 2026

    د امریکا ولسمشر ټرمپ چین ته له سفر وروسته اوس د ایران پر وړاندې له سختو پرېکړو سره مخ دی

    21 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،163 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،099 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،202 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.