لیکوال: سلمان باور
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
د حق غوښتل او تر لاسه کول یې د هر انسان مسلم حق دی؛ خو په افغانستان کې د شر او فساد د لارویانو له پیدایښت وروسته دا چاره په لنډغرۍ، ظلم، وحشت او بربریت واړوله.
د پرځېدلي جمهوریت په پارلمان کې د کابل استازي یونس قانوني وویل، چې د ملي یوالي په نوم د احمد شاه مسعود نوم باید په کلیزه کې شامل شي؛ هغه زیاته کړه: تېره ورځ وکیلان غلط شوي وو، هغوی ګمان کولو چې د شهیدانو اونۍ کې دې د احمدشاه مسعود نوم داخل شي، دغسې نه، بلکې د احمدشاه مسعود لپاره دې ورځ خاص شي؛ قانوني ویل: د دې لپاره چې یوالی را منځته شي، پروا نه کوي، چې د کورنیو دندو اصول پرې مات شي.
هغه وخت د ننګرهار استازې ارین یون غوښتل چې د قانوني په خبرو نېوکې وکړي، خو د میز په ډبولو سره د ارین یون خبرې پرې کېدلې او خبرو ته نه پرېښودل کېده.
د پکتیکا استازې ناجیه بابکرخېل ارګونوال غوښتنه وکړه، چې ارین یون دې خبرو ته پرېښودل شي او میزونه دې نه ډبول کېږي، چې وروسته په تالار کې شور ماشور جوړ شو، امنیتي کسان هم د غونډو تالار ته ننوتل، خو د یونس قانوني په غوښتنه شور ماشور غلی شو.
چې دا کار په منظم پلان او وچ زور ترسره کېده چې ارین یون په بل مجلس کې وویل: د احمد شاه مسعود په نوم ورځ د خاص کولو لپاره ډېری وکیلانو ته د جمعې په شپه میلمستیاوې شوي، پیسې او نورې وعدې ورکړل شوي دي.*
د احمدشاه مسعود ملګري د یادې ورځې د نمانځلو په خاطر به فقط د لنډغرۍ لپاره د کابل ښار ته راوتل او پکې مېشت وګړي به یې دوه ورځې د دوزخ په لمبو سوځول؛ عامه پارکونه، سړکونه، هټۍ، مارکیټونه او ان روغتونونو ته به چا زړه نشو ښه کولی چې د ځان معالجه او یا د رزق د ګټلو لپاره بازار ته ووځي.
د ځوانانو په اذهانو کې د لنډغرۍ نشه پیدا کول د دوی هدف وو، هر ځوان به هیله لرله، چې د شر او فساد په څېر څېرونکی حیوان شي تر څو یې نوم پاتې، خلک او باطل حکومتونه تر خپل لاس لاندې راولي.
کابل کې د غلا، اختطاف، وژنو او بدمعاشۍ ډله، د احمدشاه مسعود او د شر و فساد ملګري وو؛ اوس څه موده وړاندې هم په یاده ورځ د امریکا په واشنګټن کې د لنډغرۍ ریژې ښکته پورته تېرې کړې او دا یې بیا خلکو ته ور یاد کړل، چې لنډغر په هیڅ وخت او مکان کې له خپلې لنډغرۍ او شرارت مخ نه اړوي.
پای
*احمد شاه مسعود او روسان نومی کتاب