د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د سعودي عربستان جدې ښار کې د مسلمانانو نړیوال لیګ له لوري نړیوال کنفرانس کې د عدلیې وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم شرعي هم ګډون کړی.
د معلوماتو له مخې، د اسلامي مذاهبو ترمنځ د پل رامنځته کولو په نوم دغه کنفرانس به دوه ورځې دوام وکړي.