یو شمېر رسنیو د فلسطین د اسلامي جهاد په نوم ډلې لخوا د اسرائیلو پر بېلابېلو ښارونو د توغندیزو بریدونو خبر ورکړی دی.
رویټرز خبري اژانس د اسرائیلي چارواکو له قوله ویلي، چې شاوخوا ۲۰ توغندي د اسرائیل په بېلابېلو ښارونو توغول شوي دي، دوی زیاته کړې چې په دغو بریدونو کې چاته زیان نه دی رسیدلی.
د رسنیو راپورونو پر اساس ویل کیږي، چې یاده ډله د حماس یوه څانګه ده او وخت نا وخته پر اسرائیلي پوځیانو بریدونه کوي.
دغې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو ځواکونو د روانې جګړې په غبرګون کې یې غزې ته نږدې د اسرائیلو پر ښارونو توغندي توغولې دي.
پر غزه د اسرائیلي پوځیانو د یرغل او بریدونو له پیله تر دې مهاله نږدې ۳۸۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي او څه باندې ۸۵ زره نور ټپیان شوې دي؛ د دغې جګړې زیات شمېر قربانیان ښځې او ماشومان دي.