د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزيزي غور ته د خپل سفر پر مهال، د دغه ولایت د شهرک ولسوالۍ اړوند له لرغوني منار جام څخه لیدنه کړې ده.
ښاغلي عزیزي له یاد منار څخه د لیدنې پر مهال ویلي چې د جام سیند وروستي له خطره ډک سېلابونه لرغوني منار ته په ښکاره زیان نه دی اړولی، خو د راتلونکي سېلابونو او طبیعي پېښو له امله د خطر اوړېدو وېره شته چې مهم ټکي يې په ګوته شول او ډېر ژر به ورباندې عملي کار پیل شي.
ښاغلي عزيزي د منار د انحراف په اړه خپرې شوې آوازې بې بنسټې بللې او ډاډ یې ورکړی چې منار په خپل استقامت او ظرافت ولاړ ده. عزیزي ویلي، په تېرو کلونو کې نړیوال فرهنګي سازمانونه په ځانګړې توګه «یونسکو» د لرغوني جام د بنیادي استحکام لپاره خپل مسوولیت په سمه توګه نه دی ترسره کړی.
همدارنګه ښاغلي عزيزي ویلي، له دې وروسته يې هېله دا ده چې دغه سازمان خپل کارونه په عمل کې ترسره کړي، نه په خبرو کې.