Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»له رباني څخه کرزي ته، د واک ډراماتیک انتقال
    لیکني

    له رباني څخه کرزي ته، د واک ډراماتیک انتقال

    صابر افغانصابر افغان21 دسمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ۲۰۰۱ میلادي کال، د ډسمبر ۲۲مه، چې د جدي له اولي نېټې سره سمون لري؛ د بُن د ننګین تړون له مخې، د شمالي ائتلاف له بې واکه مشر او ۱۹۹۰مې لسیزې خیالي ولسمشر برهان الدین رباني څخه واک حامد کرزي ته انتقال شو او د سرپرست حکومت مشر یې وټاکه، تر څو انتخاباتو ته زمینه مساعده کړي او دولتي بنسټونه په ډیموکراتیکه بڼه بیرته ورغوي.

    د سپټمبر ۱۱مې له پېښي وروسته امریکا او نړیوالو زبرځواکونو په افغانستان کې د پخلاینې پر ځای، د نظامي اشغال افشن انتخاب کړ. د دغه اشغال لپاره بهرنیو یرغلګرو اړتیا لرل چې په څنګ کې یې پلورل شوي افغانان واوسي او داسې یوه اداره رامنځته کړي، چې د امریکا ګټو ته پر ژمنتیا ولاړه وي.

    شمالي ټلواله، چې د هېواد پر پنځه – شپږ فیصده خاوره یې حاکمیت درلود، په تبعید کې یې برهان الدین رباني سمبولیک ولسمشر باله، بهرنیو یرغلګرو هم له موقع استفاده وکړه؛ لومړی یې له ټول ځواک سره په کابل کې د طالبانو لومړنی رژیم له منځه یووړ، وروسته یې د ولایاتو په نیولو پیل وکړ، په دغه بهیر کې شمالي ټلوالې هم د فاشیستي رژیم د رامنځته کولو چارې چټکي کړې او د جمهوریت په عنوان یې یو اداره رامنځته کړه.

    د بُن ننګین تړون چې واک ته د شمالي ټلوالې د رسولو په موخه شوی و، بالاخره یې دوی واک ته ورسول، خو د دې لپاره چې په اداره کې د ټول شمولیت دروغجن شعارونه بدرګه کړي او بې واکه ولسمشر ته د عامه افکارو د تېر ایستلو په موخه مؤقت حکومت ور وسپاري، حامد کرزی یې په سمبولیکه بڼه واک ته راوست.

    حامد کرزي د خپل مؤقت حکومت پر مهال د انتخاباتو جریان رهبري کړ او بیا په دایمي ډول دوه دورې ولسمشر شو، خو د ولسمشرۍ دغه بڼه سمبولیکه وه، اصل واک له شمالي ټلوالې سره و، هغه ټلواله چې د قدرت جزیرې یې رامنځته کړې وې، په غلا، چور، اختطاف، غصب او ولس وژنه کې مستقیم دخیل وو؛ خو بې واکه ولسمشر یې تنها لیدلو ته ناست و.

    د شل کلن جمهوریت ټوله دوره له سختو ناکامیو سره مخ وه؛ مؤقت حکومت او دایمي ولسمشران یې نمایشي مشران وو، نه یې واک درلود او نه یې هم د شل کلنو ناخوالو مخه ونیول، ځکه چې د واک واګې له بهرنیو یرغلګرو او فاشیستي ډلې سره وې.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهمجاهد: د مشرتابه په حکم د متقاعدينو د تقاعد د ورکړې لپاره ځانګړې محکمه جوړیږي
    راتلونکي مقاله امنیتي ځواکونو فراه او هلمند ولایتونو کې لسګونه میله وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي

    مربوطه لیکنې

    بهر مېشتي او د ملي اجماع پلمه

    1 جولای 2026

    د پاکستان ضد پخوانۍ څېرې ولې اوس محتاطې یا د دې هېواد ملاتړې شوې دي؟

    30 جون 2026

    بروکسل ته د افغان پلاوي سفر او د انزوا سیاست ناکامي

    26 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 2 جولای 2026

    د هېواد رئیس‌الوزراء د کابل-جلال‌آباد دویم لین سړک له رغنیزو چارو لیدنه وکړه

    د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء، ملا محمد حسن اخند نن پنحشنبه له غرمې مخکې…

    مولوي امیرخان متقي تهران کې له خپل ایراني سيال سره کتلي

    2 جولای 2026

    د افغانستان او قزاقستان ترمنځ پر علمي او څېړنیزو همکاریو خبرې شوي

    2 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د هېواد رئیس‌الوزراء د کابل-جلال‌آباد دویم لین سړک له رغنیزو چارو لیدنه وکړه

    2 جولای 2026

    مولوي امیرخان متقي تهران کې له خپل ایراني سيال سره کتلي

    2 جولای 2026

    د افغانستان او قزاقستان ترمنځ پر علمي او څېړنیزو همکاریو خبرې شوي

    2 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،170 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،112 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،225 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.