Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د نایب‌اباد سټېشن چارې بشپړې شوې
    افغانستان

    د نایب‌اباد سټېشن چارې بشپړې شوې

    صابر افغانصابر افغان10 اگست 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ټولگټو وزارت وايي، د حيرتان-مزارشريف د اوسپنيزې کرښې اړوند نايب‌اباد سټېشن (څلورم-پورټ) د افغانستان او ازبېکستان د اوسپنې پټلۍ د مسوولینو په شتون کې بشپړ او گټه اخیستنې ته وسپارل شو.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د پرانیستې په دې مراسمو کې د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند، د ټولگټو چارسمبالی وزیر ملا محمد عيسی ثاني، د اوسپنيزې کرښې مرستيال ملا بخت الرحمن شرافت، د ازبېکستان د ولسمشر ځانگړي استازي او د اوسپنې پټلۍ ادارې مرستیال او بلخ والي پکې گډون کړی و.

    په خبرپاڼه کې د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا برادر له قوله ویل شوي، اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا او پراختیا په موخه د سيمه‌ييزو هېوادونو سره د افغانستان د نښلېدو بېلابېلې بدیلې لارې مومي.: «نايب‌اباد (څلورم-تمځای) د ځمکني ترانسپورتي شبکې او سيمه‌ييز اتصال مهم او بنسټيز جز تشکيلوي، چې د اقتصادي پرمختگ ترڅنگ په ټولنيز پرمختگ کې هم د پام وړ رول لوبوي.»

    نوموړي ویلي، د نايب اباد سټيشن په فعالېدو سره به ځايي سوداگرو ته لازمې اسانتياوې رامنځ ته شي، د ريلي انتقالاتو فاصله به رالنډه شي او د نفتي او غير نفتي توکو د تخليې ځايونه به مشخص شي، چې مخکې دواړه يوازې په حيرتان پورټ کې تخليه کېدل.

    د ټولگټو چارسمبالي وزیر ملا محمد عیسی ثاني ویلي، د نایب ‌اباد څلورم پوټ له څو کاله ځنډ وروسته بیا ځلې فعال او گټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې ۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري.

    نوموړي زياته کړه، چې اسلامي امارت غواړي د نایب‌‌اباد د اوسپنيزې کرښې له لارې افغانستان د گاونډیو هېوادونو سره د تجارتي توکو د لېږد-رالېږد په څلورلارې بدل کړي.: «په نږدې راتلونکې کې به د ازبېکستان گډ تخنيکي پلاوی د افغان-ټرانس پروژې او جوزجان-فاریاب-بادغیس-هرات-نیمروز-فراه-هلمند-کندهار د حلقوي اوسپنيزې کرښې د تخنيکي موافقې په موخه افغانستان ته راشي او ان شاء الله دا کرښه به تر پاکستان پورې جوړېږي.»

    د اوسپنيزې کرښې مرستيال شرافت ویلي، اوس ددې وخت رارسېدلی دی، چې افغانستان د گاونډيو هېوادونو په همکاري د نايب آباد په څېر معياري تمځايونه او اوسپنيزې کرښې جوړې کړي، ترڅو په دې توگه سيمه او نړۍ په هېواد کې دوامداره پانگونې ته را جذب کړو.

    د نایب‌اباد سټېشن د پرانیستې په مراسمو کې د ازبېکستان د ولسمشر ځانگړي استازي عصمت الله یرگشوف وویل، نن يې ثابته کړه، چې هېواد يې د افغانستان د ريل پټلۍ معياري کولو ته ژمن دی او د افغانستان د ملي اقتصاد د لا پياوړتيا لپاره په گډه هلې ځلې کوي.

    د حيرتان-مزارشريف د اوسپنيزې کرښې ترميم چارې د تېر ۱۴۰۲ هـ.ش. کال په کب میاشت کې د یو ازبېکستاني شرکت له لوري د ۶مېلیونه او ۳۰۰زره امریکايي ډالرو په لگښت پیل شوې وې، چې په گټې اخیستنې سره به يې ريلي انتقالات او سوداگريز توکي د مزار شريف تر ښار پورې ورسېږي.

    مخکینۍ مقالهغزه کې نن سهار د صهيونيستي اسراییلو په بمبارد کې شاوخوا ۱۰۰ فلسطينيان شهيدان شوي
    راتلونکي مقاله نن په ټول هېواد کې د گوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیلېږي

    مربوطه لیکنې

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 23 جون 2025

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    د نړيوالو رسنيو د راپورونه له مخې، قطر کې د امريکا په العدید پوځي هډې…

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025

    د ایران سپاه پاسداران: د برید وکړه او وتښته زمانه پای‌ته رسېدلې، که امریکا بیا ځلې تېروتنه وکړي پوځي حضور به یې د سیمې له نقشې ورک شي

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025

    د ایران سپاه پاسداران: د برید وکړه او وتښته زمانه پای‌ته رسېدلې، که امریکا بیا ځلې تېروتنه وکړي پوځي حضور به یې د سیمې له نقشې ورک شي

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.