ورځ او نېټه: سه شنبه ۱۴۴۶/۶/۱۴ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_اترا اداره: هېواد کې د مخابراتو په برخه کې دوه اعشاريه اته مليارده ډالره پانګونه شوې.
۲_د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې څه باندې شل زره جریبه امارتي ځمکه له غصب څخه راګرځول شوې.
- [ ] سیمه:
۱_بلوڅ بېلتون غوښتونکي غورځنګ وسله والو په دوو جلا بریدونو کې دوه پاکستاني پوځیان وژلي. - [ ] نړۍ:
۱_سومالیا کې د القاعده غورځنګ د پوځي څانګې په بریدونو کې حکومتي ملېشو ته مرګژوبله اوښتي.
۲_قطر وايي چمتو يو چې له سوریې سره د ۲۰۰ ميليونه ډالرو سمدستي مرسته وکړو.
۳_د امریکا په ویسکانسن ایالت کې په یو ښوونځي کې د ډزو په پېښه کې لسو کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
۴_له یمن څخه پر اسرائیلو د هایپرسونیک توغندي برید؛ د یافا په نوم سیمه یې په نښه کړې.
۵_فرانسه کې د توپان له امله د وژل شويو شمېر له زر کسانو اوښتی.
۶_د روسیې د کيميايي او بيولوژيکي دفاعي ځواکونو مشر په يوه چاودنه کې وژل شوی.
۷_رمضان قديروف: تحريرالشام غورځنګ بايد د ترهګرو له لېست څخه و اېستل شي.
۸_د بشارالاسد رژيم په کلني ډول شاوخوا ۲ ميليارده ډالر د وژونکو نشه يي توکو له پلور لاسته راوړل.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.