ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۶/۷/۷ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_د امنيتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون نوبتي غونډه کې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې شوې.
۲_د جوزجان والي د ترکیې له سفیر سره د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي.
۳_د ترکيې په يوه نړيوال نندارتون کې افغاني غالۍ نندارې ته ایښودل شوي.
۴_د ۲۰۷ الفاروق قول اردو په درېیمه لواء کې ۸۹ عرادې پوځي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي.
۵_اسلامي امارت: امريکا نه يواځې اسلامي امارت سره مرسته نه ده کړې بلکې د افغانستان ميلياردونه ډالر یې غصب کړي.
۶_د برتانوي ځواکونو اعتراف: افغانستان کې مو بېګناه نارينه وګړي شهيدانول.
۷_روسيه راتلونکی پسرلی د اقتصادي همکاريو په موخه د اسلامي امارت سره دوه اړخيزه کاري ډله جوړوي.
۸_بهرنيو چارو وزير د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستيال سره په سيمه ييز امنيت خبرې کړي.
- [ ] سیمه:
۱_محمود خان اڅکزی: پاکستان یواځینی هېواد دی چې له واړه تر لومړي وزیر او ولسمشر پورې ټول د دغه هېواد لوټ کول په ځان فرض بولي.
۲_د پاکستان پوځ په رسمي ډول په پنجاب کې د پاکستاني طالبانو سره په جګړه کې د خپلو پوځیانو وژل کېدل تائید کړل.
۳_بلوچستان کې پر پاکستاني پوځیانو د تېرې ورځې د بمي برید مسئولیت (BLA) وسلهوالو په غاړه واخېست.
- [ ] مینځنی ختیځ:
۱_اسامه حمدان: د خپلو خلکو د حقونو د ترلاسه کولو یواځینۍ لاره له اسرائیلو سره جګړه او شاتګ ته یې اړ کول دي.
۲_د اسرائيلو ۴۰۱ نظامي لوا له غزې وتلې ده.
- [ ] نړۍ:
۱_د بنګلهدېش موقت حکومت د شېخ حسینې په ګډون د ۹۷ کسانو پاسپورټونه د جرمي فعالیتونو له امله لغوه کړي.
۲_چین کې زلزلې تر ۱۲۶ ډېر کسان وژلي او زرګونه نور یې د کورونو پرېښودو ته اړ کړي.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.