ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۶/۷/۷ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_‏د امنيتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون نوبتي غونډه کې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې شوې.

۲_د جوزجان والي د ترکیې له سفیر سره د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي.

۳_د ترکيې په يوه نړيوال نندارتون کې افغاني غالۍ نندارې ته ایښودل شوي.

۴_د ۲۰۷ الفاروق قول اردو په درېیمه لواء کې ۸۹ عرادې پوځي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي.

۵_اسلامي امارت: امريکا نه يواځې اسلامي امارت سره مرسته نه ده کړې بلکې د افغانستان ميلياردونه ډالر یې غصب کړي.

۶_د برتانوي ځواکونو اعتراف: افغانستان کې مو بېګناه‌ نارينه‌ وګړي شهيدانول.

۷_روسيه راتلونکی پسرلی د اقتصادي همکاريو په موخه د اسلامي امارت سره دوه اړخيزه کاري ډله جوړوي.

۸_بهرنيو چارو وزير د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستيال سره په سيمه ييز امنيت خبرې کړي.

  • [ ] سیمه:
    ۱_محمود خان اڅکزی: پاکستان یواځینی هېواد دی چې له واړه تر لومړي وزیر او ولسمشر پورې ټول د دغه هېواد لوټ کول په ځان فرض بولي.

۲_د پاکستان پوځ په رسمي ډول په پنجاب کې د پاکستاني طالبانو سره په جګړه کې د خپلو پوځیانو وژل کېدل تائید کړل.

۳_بلوچستان کې پر پاکستاني پوځیانو د تېرې ورځې د بمي برید مسئولیت (BLA) وسله‌والو په غاړه واخېست.

  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_اسامه حمدان: د خپلو خلکو د حقونو د ترلاسه کولو یواځینۍ لاره له اسرائیلو سره جګړه او شاتګ ته یې اړ کول دي.

۲_د اسرائيلو ۴۰۱ نظامي لوا له غزې وتلې ده.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_د بنګله‌دېش موقت حکومت د شېخ حسینې په ګډون د ۹۷ کسانو پاسپورټونه د جرمي فعالیتونو له‌ امله لغوه کړي.

۲_چین کې زلزلې تر ۱۲۶ ډېر کسان وژلي او زرګونه نور یې د کورونو پرېښودو ته اړ کړي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version